افغانستان

هلمند: مارجه کې حکومتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

طالبانو خبر ورکړی، چې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې یې د حکومتي ځواکونو له ګډې عملیاتي قوې سره سختې نښتې رامنځته شوې، چې پایله کې یې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته د لېږلې خبرپاڼې په ترڅ کې د دغې جګړې تاﺉید کړی او څرګنده کړې یې ده، چې پرون ټوله ورځ مارجې ولسوالۍ کې نښتې ترسره شوې دي.

هغه وویل: هغه دولتي عسکر، اربکیان او پولیس چې له مرکز لښکرګاه څخه ۳ ورځي وړاندي د مارجې ولسوالۍ محاصره عسکرو د اکمالاتو لپاره را روان شوي وو، د وکیل وزیر او لويي چهار راهي په سیمو کې د مسلحو طالبانو له کمېن سره مخ او سخت بریدونه پرې وشول.

احمدي زیاتوي: په دغو څو اړخیزو بریدونو کې د حکومتي قواو ګڼ شمېر مهمات، پوځي موټرې او وسلې له منځه وړل شوې.

د دې ترڅنګ طالب ویاند په دغه نښته کې ۴۳ عسکرو، پولیسو او اربکیانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبره وکړه.

هغه همداراز ومنله، چې نښتو کې ۵ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

بل لور ته په هلمند کې د مېشتې قول اردو په یوې اعلامیې کې د هلمند دننه د پراخو عملیاتو خبر ورکړل شوی، چې پوره جزیات یې نه دي خپاره شوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */