افغانستان

بروکسل د افغان سولې په اړه د یو کنفرانس کوربه دی

د سولې عالي شورا خبر ورکړی، چې د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې د افغانستان د سولې په اړه یو دوه ورځنی کنفرانس ترسره کېږي.

د یادې شورا ویاند رسنیو ته ویلي: د دغه کانفرانس بحثونه د افغانستان د روانې جګړې د ختمولو په لارو چارو او د سولې په اوسنیو شرایطو، مذاکراتو او تګلارو راڅرخیږي.

غفور احمد جاوېد رسنیو ویلي: یاد کنفرانس د اروپا د سولې د انسټیټیوټ له ‌خوا جوړ شوی او د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي هم پکې ګډون کوي، چې په همدې هدف د بېلجیم مرکز بروکسل ته رسېدلی دی.

ده څرګنده کړه، چې: خلیلي به په دې کانفرانس کې د وینا کولو ترڅنګ نړیوالو ته د افغان جګړې د ناخوالو او زېږنده ستونزو او سولې مذاکراتو په اړه معلومات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال له پیل راهیسې امریکایي استازیو او طالب چارواکو په قطر کې څو ځله سره لیدلي؛ خو د دغو لیدنو اووم پړاو لا هم ځنډېدلی دی.

بل لور ته د سولې عالي شورا ویاند وایي: د بروکسل کانفرانس د سولې په برخه کې ګټور دی؛ ځکه چې په اغېزمنو لارو چارو به پکې د پام وړ خبرې اترې وشي.

تر اوسه په کانفرانس کې د طالبانو د ګډون په اړه څه نه دي ویل شوي او څرګنده نه ده، چې د کومو هېوادونو استازي به په کومه سطحه پکې ګډون وکړي.

%d bloggers like this: