نړۍ

سومالیا کې ځانمرګي برید نهه کسان وژلي

سومالیایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد په پلازمېنه موګادیشو کې په یو ځانمرګي برید کې نهه کسان وژل شوي دي. د چارواکو په خبره په وژل شویو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حسین الابي فحیي هم شامل دی. برید پر هغه موټر شوی دی چې دولتي کسان پکې سپاره وو. برید ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په داسې حال کې شوی دی چې یاد موټر تلاشي ته ولاړ وو. د برید پړه په سومالیا کې فعالې الشباب ډلې پر غاړه اخیستې ده.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: