نړۍ

د پي ټي ایم کمپاین، زه هم افغان یم

د ډيورنډ کرښې پورې غاړې ته مېشتو پښتو او دغه راز د پاکستان تر واک لاندې پښتنو فعالانو ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو وروسته له هغه (زه هم افغان یم) کمپاین پیل کړ چې پاکستاني حکومت د وژل شوې ماشومې فرشتې کورنۍ او پلار افغانان او د هغې لپاره د حق غوښتنې خبره هم د پي ټي ایم دسیسه وبلل. لس کلنه ماشومه فرشته مومند د مې په ١٥ له خپل کوره لادرکه او پنځه ورځې وروسته یې مړی په یو نژدی ځنګل کې په داسې حال کې وموندل شو چې جنسي تیری ورباندې شوی و. د فرشتې پلار چې کله اعتراض پیل کړ د پي ټي ایم مشرانو یې هم ملګرتیا وکړه. کله چې پاکستاني حکومت د دوی دا اعتراض دسیسه وبلله نو د پي ټي ایم یو مخکښ مشر او د پاکستاني پارلمان غړي محسن داوړ پر خپل ټویټر ولیکل، د جغرافیې په بدلون قوم نه بدلېږي ( زه افغان وم، افغان یم او افغان به پاتې کېږم) د نوموړي له دې ټویټ وروسته ډېریو پښتنو فعالانو همدا هشټګ وکاراوه چې د پاکستانیانو سخت غبرګونونه یې را وپارول پاکستاني حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: