افغانستان

امریکايي طالب نږدې شل کاله وروسته له زندانه خوشې شو

د امریکايي رسنيو د راپورونو له مخې، امریکايي طالب جان واکر چې شاوخوا شل کاله مخکې په افغانستان کې نيول شوی و د محکمې له خوا ورته د ازادۍ اعلان شوی.

عبدالحميدچې خپل نوم يې جان واکر لينډ او د امریکا تبع دی په ۲۰۰۱ميلادي کال کال کې په مزارشريف کې د طالبانو له ليکو ونيول شو.

جان واکر چې په امريکا کې په (امريکايي طالب) مشهور دی محکمې په ۲۰۰۲ميلادي کال کې په ترورزم تورن کړ او د شل کاله بند سزا يې ورته واوروله.

امریکايي طالب جان واکر چې د اينډيانا ايالت په تيرهوټ زندان کې د خپل بند موده تيره کړې پرون چې ورته محکمې د خوشې کولو اعلان کاوه نو مور يې له ډيرې خوشۍ اوښکې توی کړې او ويې ويل چې واکر پرې زيات ګران دی او تمه يې وښوده چې بيرته خپل پخواني ژوند ته ستون شي.

څه موده مخکې د پارن پاليسۍ مجلې ليکلي و چې له ترورزيزم سره د مبارزې ملي مرکز یو سند ساتلی چې په ۲۰۱۷م جنورۍ کې يې ترلاسه کړی او ادعا کوي چې نوموړی طالب جنګيالی لا هم په خپل پخواني دريځ کلک ولاړ دی، د کوم په تور چې په ۲۰۰۱کال کې نيول شوی و.

همدارنګه جان واکر چې خپله د ايرلنډ تابعيت لري ویلي و له خوشې کېدو وروسته ايرلنډ ته ځي او خپلې اسلامي نظريې ته به کار کوي.

%d bloggers like this: