افغانستان

په پروان کې د دوه زدکوونکیو مړي موندل شوي

امنیتي چارواکو ویلي، چې د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د ښوونځي دوه زدکوونکي د ښکاري توپکونو پر ډزو وژل شوي دي.

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالرقیب کوهستاني ویلي؛ د ښوونځي دغه دوه زدکوونکي، چې له اووه لس کلونو ډېر عمر نلري د دې ولسوالۍ په ده ملا کلي کې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا پر ښکاري توپک وژل شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې دغه پېښه د غبرګولي پر لومړۍ ورځ له غرمې وروسته رامنځته شوې او برید کوونکي له سیمې تښتیدلي دي.

هغه زیاته کړې، چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي.

تر دې دمه د دغو زدکوونکیو د وژنې په اړه هیچا څه ندي ویلي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */