ټیکنالوژي

له امریکا وروسته گوگل هم هواوې ته مهلت ورکړ

Simferopol, Russia - July 9, 2014: Google biggest Internet search engine. Google.com domain was registered September 15, 1997.

گوگل کمپنۍ تایید کړې چې هواوې کمپنۍ باندي يي د انډرایډ خدمتونو وړاندې کولو بندیز د لنډې مودې لپاره ځنډولې دی.
د امریکا سوداگریزو خونو پرېکړه وکړه چې هواوې کمپنۍ ته د بدیلو حل لارو موندلو په موخه درې میاشتنی جواز ورکړي چې

دغې پرېکړې پایله کې گوگل کمپنۍ هم پر هواوې لگول شوي بندیز د ځنډولو پرېکړه وکړه.هېره دې نه وي چې تېره اوونۍ امریکا د چین «هواوې کمپنۍ» تور لیست کې شامل کړه او دغه کمپنۍ يي ملي امنیت ته گواښ وبلله. د امریکا همدغې پرېکړې له امله گوگل کمپنۍ هم له هواوې سره خپلې اړیکې پرې کړې او اعلان يي وکړ چې انډرایډ عامل سیستم او گوگل پورې تړلي نور کاریالونه به هم هواوې ځیرکو موبایلونو کې کار نه کوي.

د گوگل کمپنۍ دغه اعلان د هواوې کاروونکي اندېښمن کړي ول؛ خو «هواوې کمپنۍ» خپلو کاروونکو ته ډاډ ورکړ، چې پر خپل شخصي عامل سیستم کار کوي او ډېر ژر به يي کاروونکو ته د اپډېټ له لارې وړاندې کړي.

خو د هواوې کمپنۍ کاروونکو ته ښه خبر دا و چې گوگل کمپنۍ اعلان وکړ چې د ۲۰۱۹ د اگست نولسمې پورې به د هواوې کاروونکو ته خپل خدمتونه وړاندې کوي.

گوگل کمپنۍ د یوې رسمي اعلاميي سره دا خبر تایید کړی او وايي چې هواوې کمپنۍ ته له مؤقت جواز ورکولو څخه وروسته به دغه کمپنۍ هم د ۹۰ ورځو لپاره هواوې کمپنۍ سره خپلو اړیکو ته ادامه ورکړي.

%d bloggers like this: