افغانستان

یوناما یو ځل بیا د ملکي مرګ-ژوبلې زیاتوالی د اندیښنې وړ بللی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې –يوناما- يو ځل بيا افغانستان کې پر ملکي مرګ ژوبلې زیاتېدلو خواشيني او اندېښنه ښودلې ده.

يوناما نن پنجشنبه/غبرګولي ۲مه پر خپلې ټوېټر پاڼې ليکلي، په دې وروستيو کې د افغان ملکي مرګ ژوبله کچه يو ځل بيا لوړه شوې ده.

یوناما په تېرو څو ورځو کې هلمند او کونړ کې ۱۴ ملکي وګړو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، د وژل کېدو پيښې ته په اشارې ویلي، چې د ملکي وګړو د تلفاتو پيښې یو ځل بیا ډيرې شوې دي.

په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو د هوايي بريدونو او چاپو له امله لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

له دې وړاندې د روان ۲۰۱۹م کال د لومړۍ ربعې په راپور کې یوناما ویلي وو، چې (جنورۍ له لومړۍ نیټې د مارچ تر ۳۱) نیټې پورې ټولټال ۱۷۷۳ ملکي وګړو ته مرګ –ژوبله اوښتې، چې ۵۸۱ تنه پکې وژل شوي او ۱۱۹۲تنه نور ټپیان شوي، په همدې لړ کې ۱۵۰ افغان ماشومان وژل شوي او ۴۳۲تنه نور ټپیان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند هم د یوناما له مشر سره په کتنه کې هم ، چې تېره میاشت د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې وه، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او په پېښو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د دقیقو ارقامو د وړاندې خبره را پورته کړې وه.

%d bloggers like this: