افغانستان

د کورنیو چارو وزارت ادعاوو ته د طالب ویاند سپیناوی او توند غبرګون

نن د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه خبري ناسته کې د دغه وزارت د تیرې نږدې یوې میاشتې د لاسته راوړنو معلومات وړاندې کړل چې په ترڅ کې یې د طالبانو نوي پسرلني عملیات هم له ناکامۍ سره مخ وبلل.
نوموړي وویل، له بهرنیو ملګرو سره په ګډه یې په تیرو ۲۰ ورځو کې ۱۹۰ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۸۱۶ تنه طالبان وژل شوي او ۳۱۸ نور ټپیان دي.

دغه راز یې له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې تېرو ۲۰ ورځو کې په مرکز او ولایتونو کې د پولیسو او جنایي جرمونو سره د مبارزې موظفینو د جرمونو ۵۳۴ پېښې کشف او په تړاو ۶۹۰ شکمن کسان نیولي دي.
د دې ترڅنګ یې  د نشه یي توکو ۵۴ لابراتوارونه او دوه سترې زېرمې هم کشف او له منځه وړې دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي دا ادعاوې په کلکه رد او په پیغور آمیزه لهجه یې ویلي،
“ مزدور دښمن د دې پرځای چې د الفتح عملیاتو په ناکامۍ او خپله بریا خبرې وکړي باید پخپلو مظالمو او د ملکي خلکو په وژنو او ځورونو وشرمیږي، د ملکي خلکو د تلفاتو په اړه یوناما، پخپله د کابل ادارې د پارلمان غړو، د بشر دحقوق په نامه ادارې او عامو خلکو په کراتو کراتو انديښنه ښودلې، شواهد يې وړاندې کړي او له دې مکرر جنایت څخه يې پرده پورته کړې ده“
طالبانو هم د نوموړي په تعقیب د خپلو پسرلنیو عملیاتو جزئیات ابلاغ کړي او زیاته کړې یې ده چې د الفتح عملیاتو په تیر ۳۸ ورځو کې یې له دولتي ځواکونو ۶ ولسوالۍ ( د بدخشان ارغنجخوا، د بادغیس بالامرغاب او آبکمري، د غور ولایت چهارسده، د زابل ولایت د شملزو او سیوري)   یو په بل پسې نیولې او د ګڼ شمیر قرارګاوو، لسګونه امنيتي پوستو په ګډون یې  پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستلې دي.
د طالب ویاند د معلوماتو له مخې،  په تیره  څه باندې یوه میاشت کې د ګڼ شمیر بهرنیو ځواکونو په ګډون د داخلي عسکرو ۸۷ قومندانان او ۱۳۲۱ تنه عسکر، پولیس او اربکیان وژل شوي، ۸۱۳  نور ټپيان شوي دي.
طالبانو ټینګار کړی چې  په بریدونو کې یې هيڅ ځای هم ملکي ځای، کور او کس نه دی په نښه شوی، خو په وینا یې چې ،
“ برعکس د دښمن په عملیاتو کې هره شپه له ۵ څخه تر لسو پورې د ملکي خلکو په کورونو قصدې  چاپې وهل کیږي، بریدونه کیږي، په اوسط ډول په ورځ کې له لسو څخه تر ۲۵ پورې ملکي هیوادوال شهیدانوي، ټپيانوي او یا يې زندانونو ته اچوي“
د کورنیو چارو د وزارت لخوا مخدره توکو د ادعا په هکله طالب ویاند د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ وروستۍ پیښې ته اشاره کړې،  چې د مخدره توکو د لمنځه وړلو په پلمه یې عام خلک په نښه کړل چې په ترڅ کې یې له ۵۰ زیات د ملکي خلکو کورنه بمبار او څه باندې ۱۰۰ تنه ملکي هیوادوال يې شهیدان او ټپیان کړل.

%d bloggers like this: