ټیکنالوژي

برتانوي کمپنۍ هم هواوې سره خپلې اړیکې پرې کړې

د انگلستان پروسېسر ډیزاین کوونکې کمپنۍ اې ار اېم (ARM) خپلو کارکوونکو ته له هواوې سره د ټولو اړیکو او قراردادونو د ځنډولو امر کړی.

د بي بي سي د راپور بر بنسټ دې کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته د رسمي خبرداري له لارې امر کړی، چې «هواوې» سره ټولې اړیکې او قراردادونه وځنډوي. د اې ار اېم کمپنۍ دغه پرېکړه له دې امله ده چې د هواوې کمپنۍ د امریکا تور لېست کې شامل شوې کړې.

که څه هم د امریکا تور لېست کې شامل شوو کمپنیو سره د اړیکو لپاره امریکايي کمپنۍ ځانگړی جواز ته اړتیا لري، خو اې ارم اېم کمپنۍ په دې خبرداري کې لیکلي چې دغه کمپنۍ امریکايي ټکنالوژي کاروي او له همدې امله دغه بندیز باندې عمل کوي.
اېن گېجټ نومې وېب پاڼې ته ورکړل شوې اعلاميي کې اې ار اېم ویلي چې دغه پرېکړه د امریکا د حکومت وروستیو قوانینو پلي کولو لپاره ترسره شوې.

د راپورونو پر بنسټ اې ار اېم کمپنۍ خپلو کارکوونکو ته ویلي چې له دې وروسته د هواوې، های سېلېکان (د هواوې پروسېسر جوړوونکي کمپنۍ) یا ورسره تړلې نورو کمپنیو ته د ملاتړ، ټکنالوژي پلورلو، تخنیکي مشورې او معاملې ترسره کولو اجازه نه لري.

د اې ار اېم دغه پرېکړه د دغې کمپنۍ چېنايي څانگې باندې هم پلي کېږي او د دغې څانگې یو چارواکی بي بي سي ته ویلي چې موږ ته په دې اړه چې ایا د امریکا له لوري هواوې ته د ۹۰ ورځو مهلت ورکولو څخه وروسته هم دې مودې کې هواوې سره همکاري کولی شو که نه، څه نه دي ویل شوي.

د اې ار اېم کمپنۍ ویاند ویلي چې دغه پرېکړه يي د امریکا په نوي قانون د عمل کولو لپاره ترسره کړې.

د اې ار اېم دغه پرېکړه د هواوې لپاره تر ټولو ستره ستونزه بلل کېږي، ځکه چې د هواوې ټول پروسېسرونه د دغې کمپنۍ په همکارۍ جوړېږي. هېره دې نه وي چې له دې وړاندې د کوالکوم کمپنۍ هم هواوې سره خپلې اړیکې پای ته رسولي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */