نړۍ

د ټرمپ او ډیموکراټانو اختلافات وروستي حد ته رسېدلي

د ټرمپ او ډیموکراټانو اختلافات وروستي حد ته رسېدلي

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټانو تر منځ اختلافات خپل وروستي حد ته رسېدلي دي. دا اختلافات وروسته له هغه دې کچې ته رسېږي چې د امریکا د کانګرس رییسې نانسي پلوسې وویل، ټرمپ ممکن پر داسې عمل لاس پورې کړي چې د عزل لامل یې کېدای شي. ټرمپ هم له ډیموکراټانو سره تر لیدنې وروسته سخت غوسه شوی او د هغوی څرګندونې یې د امریکا د داخلي انسجام ګډوډول بللي دي. د ټرمپ او کانګرس تر منځ غونډه د نانسي پلوسي تر څرګندونو څو دقیقې وروسته ګډوډه شوه ځکه چې ټرمپ په ډېره غوسه له جلسې څخه ووت. پلوسي ډیموکراټانو ته ویلي چې باید د ټرمپ د کړنو او د نوموړي د عزل د امکان په اړه څېړنې وکړي. واشنګټن پوسټ د جلسې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، جلسې تر ۱۵ دقیقې ډېر دوام ونه کړ ځکه له دریو دقیقو وروسته ټرمپ په ډېر غضب له جلسې څخه وتلی دی.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this:
/* ]]> */