نړۍ

د تاجکستاني دولت ضد ډلې د ولسمشر د قانوني تعقیب غوښتنه کړې

د تاجکستان د دولت یوې مخالفې ډلې د دې هېواد د ولسمشر، امام علي رحمان، د قانوني تعقیب غوښتنه کړې ده.

د ”پیمان ملي تاجکستان“ په نوم دې اېتلاف، چې له هېواده بهر فعالیت لري، ویلي چې ښاغلی رحماني باید په یوه زندان کې د وروستي اخ وډب له امله، چې ۳۲ کسان پکې ووژل شول، تر قضايي تعقیب لاندې ونیول شي.

دوی همداراز غوښتنه کړې چې د دې پيښې د څېړلو لپاره دې د نړیوالو بشري ادارو یو پلاوی وټاکل شي.

دې اېتلاف ولسمشر امام علي رحمان ”مذهبي دښمنۍ“ ته په لمن وهلو تورن کړی او په هېواد کې یې د سیاسي زندانیانو پر وضعیت او برخلیک اندېښنه څرګنده کړې ده.

%d bloggers like this: