لوبې

تاریخي بریا؛ افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړه

شیبه وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تمریناتي لوبه پای ته ورسېده. دغې لوبې کې افغانستان د پیاوړې توپ اچونې او توپ وهنې په مرسته پاکستان ته په شپږو وېکېټو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه پاکستانۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بابر اعظم سلیزې په مرسته ۲۶۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يي د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.

پاکستان لپاره بابر اعظم په ۱۰۸ توپونو د لسو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۱۲ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه وکړه. شعیب ملک هم په ۵۹ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۴ منډو جوړولو سره ښه وځلېد.

افغانستان لپاره محمد نبي ۳، دولت ځدران او راشد خان دوه دوه او حمید حسن او افتاب عالم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د افغانستان د توپ اچونې بشپړ او تفصیلي راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

کمزورې ډگر ساتنه؛ افغانستان د بریا لپاره ۲۶۳ منډو ته اړتیا لري

افغانستان لپاره نننۍ لوبې کې محمد شهزاد او حضرت الله ځاځی توپ وهنه پیل کړه، دواړو لوبغاړو په احتیاط سره لوبه کوله خو حضرت الله ځاځی د شاهین افریدي یو اور کې پنځه څلوریزې وهلو سره چټکه توپ وهنه پیل کړه.

دواړو لوبغاړو د چټکې توپ وهنې او پرلپسې څلوریزو پر مټ ۶٫۳ اورونو کې د پنځوس منډو ملگرتیا بشپړه کړه، خو شهزاد د پښې ټپ له امله له لوبغالی بهر شو او پر ځای يي رحمت شاه توپ وهنه پیل کړه.

د لوبې دولسم اور کې حضرت الله ځاځی د شاداب خان په بال د شاټ وهلو هڅه کې له پیاوړې او چټکې توپ وهنې څخه وروسته خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او پر ځای يي حشمت الله شهیدي توپ وهنه پیل کړه.

لومړۍ وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته رحمت شاه له حشمت الله شهیدي سره غوره ملگرتیا وکړه خو دغه ملگرتیا د لوبې شلم اور کې د رحمت شاه سوځېدلو سره پای ته ورسېده او افغانستان خپله دوهمه وېکېټه له لاسه ورکړه.

د رحمت شاه تر سوځېدلو وروسته سمیع الله شینواري غوره لوبه وکړه او حشمت الله شهیدي سره يي ښه ملگرتیا وکړه او لوبه يي افغانستان ته نوره هم اسانه کړه. تر غوره ملگرتیا وروسته د لوبې یو دېرشم اور کې د سمیع الله سوځېدو سره دغه ملگرتیا پای ته ورسېده او پر ځای يي اصغر افغان توپ وهنه پیل کړه، خو له ځانگړی ځنډ او منډو پرته يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه.

د اصغر تر سوځېدو وروسته له حشمت الله شهیدي سره د محمد نبي پیاوړې ملگرتیا او د دغو لوبغاړو پیاوړې توپ وهنه هغه څه و چې دغې لوبې کې يي افغانستان تاریخي بریا ته ډېره نژدې کړه، خو د لوبې اوه څلوېښتم اور کې محمد نبي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او دغه ملگرتیا پای ته ورسېده.

محمد نبي څخه وروسته گلبدین نایب توپ وهنه پیل کړه خو د لوبې حساسو شیبو کې په یوازې دوو منډو يي خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او په دې ډول افغانستان خپل شپږم لوبغاړی هم لاسه ورکړ. د گلبدین نایب تر سوځېدو وروسته نجیب الله ځدران هم د همدې اور په څلورم بال کې په یوازې یوه منډه خپله وېکېټه له لاسه ورکړه او افغانستان له جدي ستونزو سره مخ شو.

افغانستان ۴۹٫۴ اورونو کې اوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ځانگړی ډول د حشمت الله شهیدي او حضرت الله ځاځی پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۲۶۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبې کې يي تاریخي بریا خپله کړه.

افغانستان لپاره حشمت الله شهیدي په ۱۰۲ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۴ ناسوځېدلې منډې او حضرت الله ځاځی په ۲۸ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

محمد شهزاد په ۲۵ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۳، رحمت شاه په ۴۹ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۲، سمېع الله شینواري په ۳۴ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۲، اصغر افغان په ۹ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۷، محمد نبي په ۴۱ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۳۴، گلبدین نایب په ۴ توپونو ۲، نجیب الله ځدران په ۲ توپونو ۱ او راشد خان په ۶ توپونو ۵ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره وهاب ریاض ۳، عماد وسیم ۲ او شاداب خان او محمد حسنین یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: