کلتور او ادب

د ژبي په معیاري کولو کښي د ایتمولوژۍ ونډه

شریف الله دوست||  په پي ډي ایف بڼه

دوهمه برخه

الف : ایتمولوژي، د ژبي معیار او دخیلي کلمې

دا لیکنه د (په پښتو ژبه کښي د ایتمولوژیکي څېړنو ضرورت) په دوام ده. په هره ژبه کښي په پېخر دخیلي او پور سوي کلمې سته چي د وخت په تېرېدو سره دا ډول مېلمنې کلمې کوربنې سي. دا یوه پېژندویه سوژه ده خو کله چي د یوې کلمې د ریښې او شجرې پیدا کولو خبره سي ډېر ژبڅېړونکي د دې کلمو او الفاظو لپاره په خپله ژبه کښي ریښې تراشي. د مثال په ډول(نوکر) مغولي کلمه ده خو ځینو د فارسي ژبي د (نوکار) اوښتې بڼه ښوولې ده خو داسي نه ده  حتا د دې ادعا چپه اړخ هم صدق کوي. داسي سرسري تعبیرونه موږ د کلمو ژورو ته نه سي رسولای. همداسي د یوه لغت د ریښې په سختۍ پیداکولو باندي هغه که په خپله ژبه یا نورو یوکورنیو ژبو کښي وي، لیري وي که نژدې، له کمزورو قرایینو کار وانخیستل سي، د دخیلو کلمو په برخه کښي دي یو ایتمولوژیست د ډېره احتیاطه څخه کار واخلي. لومړی دا چي د دخیلو کلمو او الفاظو قرابتي احتمال دي تر ډېر لیري تاریخي واټن پوري په پام کښي ونیسي. په دې برخه کښي (میخاییل ویستل) د یو شمېر کلمو یادونه کوي، لکه: غنم=ګندم، وربشي=جو، اوښ=شتر،خر او… وايي هندو اروپايي ریښه نه لري او هغه يې د احتمال له مخي د بلخ او مروه له تمدنونو سره تړلي بللي دي. یا ځیني نوري داسي کلمې چي په پښتو ژبه کښي د (توند+اور = تنور) سره تړاو لري لکه: تنور په اوستا کښي/arunat= tanura=تنوره/()، تون، کانون، کوره له اکدي () ژبي څخه دخیل ښوول سوي دي. (بورکرتBURKERT ) او نورو څېړونکو نوري اړیني یوناني کلمې هم راخیستي دي، د بولګي په ډول په پښتو ژبه کښي قامون، من(د وزن) واحد، الفباء، چي د یوناني د (Alpha-A/beta-B) څخه اخیستل سوي همداسي د سیارو نومونه چي ځینو څېړنکو د سامي ژبي څخه دخیل بللي دي. دې کلمو له یوه اړخه پښتو ژبي ته هم لاره موندلې ده. پوښتنه داده چي دخیلي کلمې څنګه پیدا کړو؟ لومړی باید ژبو ته د دواړو خواوو (اخیستني او ورکووني) تاریخي او ژبني جزئیات په غور وڅېړو، د هغو کلمو د کاروني اندازه وټاکو یا په بله معنا احصایه يې معلومه کړو، په دواړو ژبو کښي د یوه لغت د استعمال تقدم او تأخر څرګند کړو دې ته ورته دا معلومه کړو چي په دې دوو ژبو کښي دکومي یوې ژبي سره یاد سوی لغت ډېري نژدې ژبکورنۍ اړیکي لري؟  دې ته هم ټینګ پام په کار دی چي ایا د دې کلمې مدلول که چیري شی(څیز) وي په هماغه سیمي لکه پښتو ژبه چي په هغه سیمه کښي خبري کیږي اړه لري او یا د بله ځایه راغلی لغت دی؟ د دې تر څنګ دې ته هم ژور پام وکړو چي ایا نوموړې کلمه او لغت په ږغیز، صرفي او معنايي لحاظ زموږ په ژبه کښي ستونزه او پېچلتوب لري او یا غیري عادي څه پکښي سته یا بیخي نسته؟ نوري احتمالي پوښتني هم سته. که چیري یو ریښه پوه دې پایلي ته ورسیږي او یو لغت دخیل وګڼي نو ددې پلټنه دي هم وکړي چي ایا دا لغت مستقیم دې ژبي ته راغلی او که د بلي ژبي په واسطه پر دوهم یا دریم لاس راغلی دی. که چیري یاد لغت د بلي ژبي په واسطه دې ژبي ته راغلی وي دا واسطه سوې ژبه په بلي ژبکورنۍ یا ژبڅانګي  پوري تړاو ولري کار او پلټنه نوره هم ستونزمنه کیږي. له دې ډلي څخه د واسطه سوي ژبي شناخت ځانګړی ارزښت پیدا کوي. د دې ټولو خبرو سره سره که چیري تاریخي اسناد د اړوندو لغتونو په تړاو په لاس کښي ونه لرو کار مو نور هم ستونزمن کیږي. په ځانګړې توګه د دودیزي ایتمولوژۍ له مخي خو دخیل یا پور سوي لغت بیخي لار ورکی کیږي یا هم د دې ژبي سره ورته کیږي یا امکان دي ولري چي یو لغت په فرعي بڼه بلي ژبي ته ننوځي په دې ترتیب لاروکی کیږي. دمثال په ډول د (بیش=biš) کلمه په پښتو ژبه کښي د سانسکریټ څخه دخیل دی اوس هم د پښتو ژبي په جنوب لوېدیځ ویښت کښي (بیشکه=byškà) او بیشکي يې جمع ده، دا یو ډول سابه دي چي تر ډېره په پسرلي بارانو کښي مځکو پر پنډلانو او کروندو کښي رازرغونه کیږي. په اړه يې متل هم سته:(بشکه چي را شنه سوه، د بزګر ډوډې لنده سوه یا بل متل: دومره خو به سم چي د بشکي تبۍ سم ) دې ته ورته د (بشکالي baškli) کلمه هم د آباد، بارانونو او ودان کال په معنا پښتو کښي ځای لري همریښه معلومیږي. که څه هم  دا هندي کلمه په سانسکریټ کښي په عام نوم (ویښه=vià) د اوستايي ژبي له (ویشه=ویښه=vša په ټولیزه توګه په پښتو کښي واښه – علف) خو په اوستا کښي په ځانګړې توګه یو زهرجن(بوټی) دی یوه ریښه لري او په پهلوي ژبه کښي د (=وېشګwēšag ) په بڼه د (تخم) په معنا ثبت دی. د کلمې دا بڼه او معنا اوس هم په خورا لږ توپیر پښتو ژبه کښي د (واښه=vāṣà) په ډول لرو. د دې ټول پېچلتیا سره یو ریښه پوه باید داسي اسباب چمتو کړي چي د نوموړي لپاره هواره لاره کړي. په دې لاره کښي لومړی کار دا دی چي د امکان تر حده د نورو ژبو د ټول دخیلو کلمو فهرست او په نورو ژبو کښي د خپلي ژبي د دخیلو کلمو فهرست چمتو سي او په یوه عام کرونولوژیکي(نېټه لیک) لحاظ د دې دخیلو کلمو د راننوتلو تاریخي مخینه معلومه سي. د بولګي په توګه پښتو ژبي ته د عربو، مغولو، انګرېزانو او امریکایانو تر راتګه د پردیو ژبو اغېز و کتل سي د مطلوبي ژبي پر ږغیزو تحولاتو بلي ژبي ته د ننوتلو په وخت یې له قاعدې خبر و اوسي او تر څنګ یې د کلمو لهجوي ډولونه هم وګوري. لکه (رودیګر شمیت )چي په نورو ژبو کښي د آریاني دخیلو کلمو له مخي په اجمالي توګه د میانه آریاني ژبو د لهجو د اختلافاتو په شناخت کښي څېړني کړي دي. په دې لاره کښي لومړنۍ او اسانه لاره داده چي د تعریب قواعد ډېر په پام سره را وباسو دا چاره په خپله په عربي ژبه کښي د آریاني دخیلو کلمو په هڅه او نهایت پوري اړه لري. دخیل الفاظ کله اصیله او لرغونې بڼه لري کېدای سي د یوه ریښه پوه د لغت د تاریخ او د هغه د ریښې په لاسته راوړلو کښي مرستندوی تمام سي. بولګه: د آریاني ژبي ځیني دخیلي کلمې په آرامي ژبه کښي سته چي په آریاني متونو کښي راغلي دي او تر ډېره یې اصلي بڼه  په تېره بیا میانه آریاني ژبه کښي پاته سوي کلمې وي، دې ته ورته په لومړۍ هجري پېړۍ کښي چي کله عرب فاتحین تر فارس، روم او افغانستان پوري ورسېدل، عرب له عجمو سره ګډ سول تر منځ یې دیني، سیاسي او سوداګریزه راکړه ورکړه رامنځته سول په دې  فرصت سره فصیح عربي ژبي خپل مخامخ تأثیرات پر لاس په لستوڼو ژبو وکړل، برعکس عربي ژبه هم د نورو ژبو څخه متأثره سوه او ډېری پردۍ کلمې عربي ژبي ته ننوتلې تر دې چي په ځینو عرب لغویانو او نحویانو کښي دا باور پیدا سو چي معربي کلمې یې هم په اصل کښي عربي وبللې خو ایتمولوژیکي حقیقت بیا بل ډول و د ایتمولوژۍ(Etymology)  په چغل، غلبېل او چوڼلو سره ډېر ژر معربي او پردۍ کلمې پر ډاګ پاته سوې. په (الکلمات الفارسیة فی اللغة العربیة) کتاب کښي تقریباً درې زره فارسي کلمې په عربي کښي ښوول سوي دي. تر دې مخکي جوالیقي ( ۸۳۸ کلمې) او (المنجد کتاب) کښي (۳۱۲ کلمې) فارسي ښوول سوي وې. دا دی څو معربي کلمې چي په عرب ټولنه کښي استعمال لري:

بیع / aςbay : جلاالدین سیوطي (رح) په خپل کتاب المهذب فیما وقع فی القرآن من العرب) کښي د بیع کلمه معربه او غیر عربي بللې ده اصل یې ( بیه او بیانیه ) ښوولې ده پر دې یې اوږد بحث کړی دی.()

خندق / xandaq : په عربي ژبه کښي مستعمل دی ریښه یې ( پښتو کنډک = کنده، ډب/ دري کندک) دی.

برنامج/barnmaj: د عرب استاد (ریّان شرارة) په باور په اصل کښي د دري ژبي (برنامه/ د پښتو ژبي خپرونه)  معربه بڼه يې برنامج ده.

أبریق /abriq : په عربي ژبه کښي د چاینکي په معنا ده. الثعالبي په ( فقة اللغة) او ابو حاتم اللغوي په (کتاب الزینة) کښي مرکبه فارسي – دري کلمه بللې ده او لیکي: ریښه یې (آب + ریز یا ریخت) ده چي په سُریانیانو کښي هم رواج لري او هغوی یې په بریقا/abriqa باندي تلفظ کوي.

الصرم/ alŝarm: په عربي ژبه کښي د جلد – پوست په معنا ده په کسره الصِرم او فتحه الصَرم – صرمایة هم په عرب عوامو کښي استعمال لري اصل يې چرم ده اوستايي بڼه یې (چرمه) ده.

التنور/ altanur : دا کلمه په عربو کښي هماغه د ډوډۍ پخولو کُره ده په قرآن عظیم الشان کښي هم راغلې ده(حتی اذاجآء امرنا وفارالتّنّور…(هود،آیة ۴۰) / بل ځای( ووحینا فاذاجآءامرناوفارالتّنّورفاسلک فیها…(المؤمنون، آیة ۲۷) . عرب علماؤ اِصمعي د امام سیوطي په حواله فارسي کلمه بللې ده،(ابن دردید، الجوالیقي) یاده کلمه فارسي دري بللې ده.(الثعالبي په فقه اللغة) کښي د عربي او فارسي ترمنځ ګډه کلمه بللې ده، (فرانکل Frankel) په دې باور دی چي د عربي ژبي (التنّوره) کلمه د آرامي ژبي له (tanura) څخه اخیستل سوې ده او اصلي ریښه یې د آریاني(اوستايي) ژبي څخه ده، اوستا کښي یې اصلي بڼه (تنوره/aronattanora) ده چي له اوستا څخه یې نورو ژبو ته هم لاره موندلې ده. دې ته ورته  نوري کلمې لکه: (جناه / ګناه، الفرسخ/فرسنګ) سته.

رمق/ramuq : د څارویو ګله ، رمه، (جوالیقي په المعرب ۱۶۲ مخ کښي) د دې کلمې اصل د فارسي (رمک، رمه) بللې ده وايي (رمق) یې معربه ده، خو دا کلمه فارسي نه بلکي اریايي ریښه لري ځکه په پښتو کښي رمه/rma؛ بلوڅي کښي رمګ/ramag ؛ حتی په ارمني ژبه کښي یرم/eram راغلې ده.

عوني العلوي په موسوعة الموارد الثقافیة د ۸۷ تر ۹۰ مخ پوري عربي ژبه کښي د نورو ژبو دخیلي کلمې داسي ښي:

الف : عربي کښي ترکي دخیلي کلمې؛

أوضة /aożh : (غرفة او حجرة) په اصل کښي ترکي ده.

بك/ bak(کبير أو أمير أو حاكم) په اصل کښي (بیګ /beg) دی. په دیوان لغات الترک کښي/بګ/bg/راغلی دی په قاموس سنګلاخ کښي بیګ د بییګ مخفف یاد سوی دی، لوړ ، رفیع او بلند یې معنا کړی دی په جامع التواریخ رشیدي کښي بیګدلي د د اغوز له څلرویشتو قبیلو څخه یوه ښوول سوې ده او د (لر) په ورستاړي يې (بیګلر) هم د ښار او قبیلې مشر ښوولی دی.

طباشير/ŧabᾱšir : (الجص والجير) په اصل کښي ترکي کلمه ده.

بوغاز/buƔz )خليج ومضيق( ترکي دی.

خاقان/xqan (السلطان الأعظم) تر کي دی.

ترزي/ tarsi(خياط) هم ترکي دی.

ب : عربي کښي یوناني دخیلي کلمې؛

أساطير/ asŧir ):أخبار تاريخية عبارة عن خرافات.( خرفاتي تاریخي کیسې.

أطلس/aŧlas ):مجموعة خرائط( د نقشو ټولګه.

فلسفة/falsafa :(حب الحكمة)، له پوهي او حکمت سره مینه لرل.

إقليم/ aqlem : (منطقة من مناطق الكرة الأرضية) د مځکي د کُرې ځیني برخي.

فانوس/ fnus (منير، مصباح) ، یو ډول څراغ.

ج: عربي کښي لاتیني دخیلي کلمې؛

بلاط/blŧ : (قصر ودار الملك) شاهي ماڼۍ.

صابون/ŝbun :(خليط من رماد وشحم، ومركب كيماوي) د مینځلو مرکبه کیمیاوي ماده.

قنديل/qandil : (شمعة يستضاء بها، مصباح) شمع او یو ډول ډېوه.

قنصل/qunŝal )مستشار، ممثل الدولة) کونسل او د یوه هیواد استازی.

دې ته په کتلو سره په عربي معاجمو او قاموسونو کښي باید ټول لغتونه او کلمې مطلق عربي و نه بولو بلکي په ایتمولوژیکي لحاظ یې ریښه په لرغونو متونو کښي و ګورو. که څه هم دا چار د ژبي د معیاري املاء او لیکدود په ټاکلو کښي تر ټولو پېچلې او ستونزمنه ده خو پر خپل ځای ډاډمنه ده.

په وروسته کښي د دخیلو لغتونو اړوند د پوهانو دوه نظره را واخلو:

۱.مایکل(MAIKiEL) د سمرني(SZEMERENi 1961)  په قول ویلي : که چیري په دروني آرونو باندي ونه سو کولای چي یو لغت کوم اصل لري یا یې ریښه جوته نه کړای سو، د بولګي په ډول که ږغیزي ستونزي ولري او بیا همدا لغت په ګاونډیو ژبو کښي هم کار سوی وي او هورې هم دخیل وي، په داسي حال کښي چي دا لغت زموږ په ژبه کښي هم دخیل وي،  لکه یوه څېړونکي (آسطوریانASTORIAN) چي په ډاکه کړې د (اولیکaolik) لغت په آزربایجاني ژبه کښي د یوه بوټي نوم دی چي اصل يې په ارمني ژبه کښي (avelik) دی او په هغه ژبه کښي پرېمانه کاریږي سربېره پر دې په اناتولي ژبه کښي(زازاzaza ) هم کاریږي او هورې هم د ارمني ژبي څخه دخیل دی او همدا ډول (داریورDARIOR) د (بارBAR) په باور لیکلي چي د (dyn= دین) لغت آریاني ریښه لري او هورې د (حکم او قضاء) په معنا نه بلکي د مذهب په معنا کارسوی دی  که اوس نو که (داریورDARIOR) او (بارBAR) په اوستايي متونو کښي پوره بلدتیا درلودای نو د دې بولګي لمن یې نوره هم ویړه ولای سوه هغه په دې ډول: د (دین) کلمه د اوستا په (ګاڅونو – ګاتونو) کښي (داینا/dēna/lnEad ) راغلې ده؛ خو پام چي د اوستا په هر ځای کښي د مذهب معنا نه ورکوي، یوازي په (یسنا ۱۰،۴۴)، (یسنا ۶،۴۹)، (یسنا ۲،۲۳) کښي د مذهب معنا ورکوي، د اوستا په نور متن کښي د (نفس، ذات او وجدان) بېلابیلي معناګاني ورکوي.(دې برخه کښي وګورئ: د یسنا دیارلسمه قطعه ۳۴ بند). () دا د دې تایید کوي چي دین په همدې معنا په آرامي، سریاني او عربي ژبه کښي هم د آریاني (اوستا) ژبي څخه دخیل لغت دی.

په دې برخه کښي دوهم معیار د ویدو(B.E.Vidos) دی چي د سمرني SZEMERENiقول یې راخیستی دی او د ارګانیکي ایتمولوژۍ(Etymology organique) په نوم يې نومولې. هغه  دا چي که یو لغت یا اصطلاح په ځانګړې توګه د سمندري توکو په برخه کښي یوه نامعلومه منشاء ولري احتمال دي ولري چي له هغه اصلي لغت څخه راغلی وي چي په هغه موضوع کښي مخکي بل لغت له هغه راغلی وي. په ځانګړې توګه که د دې اصطلاح د کاروني لومړني شواهد د هغه لغت د کارېدو له لومړني شواهدو سره همزمانه وي، که هغه لغت یا اصطلاح د یوه کُل اصلي جز وي دا احتمال نور هم قوي کیږي.  دبولګي په توګه د پښتو ژر، زر د چټک په معنا په نورو ژبو ، په آرامي کښي (ارزه/arza)، اوستا کښي (زوته/zūta)، زړه فارسي کښي(زوته/zūta )، سانسکریټ کښي (جوته/jūta)، په کُردي کښي(زو/ zū )، بلوڅي کښي (زوت/zūt) په ساکي ژبه کښي (زَدّ/zadd) شدت او تیزۍ  ته وايي او یا هم لکه په هندي ژبه کښي د ځینو ټوکرانو نومونه لکه: پټو/pao ( پښتو کښي کټ مټ پټو- څادر چي پښتانه نارینه یې پر ځان راپېچي یا پر اوږه ایږدي)، کرباس/karbs، ګونۍ/gunәy، شال/ lšᾱ ، کلاف او خیش/xeš(ساده کتان) چي د هندي ژبي په څو لهجو، پښتو ژبه، تر دې چي د اروپا د کولیانو په ژبه کښي هم کاریږي کېدای سي چي د پښتو او هندي ژبو مشترک وي خو په هیڅ توګه یې عربي نه سو بللای.یا ځیني نور هندي اصطلاحات لکه قلندران او رندان چي ویل کیږي هندي ریښه لري. یا لکه: پاتیل/ptil، جوالق/joliq، رند/rand، قداره/qadara، کتک/katak، کجکول/kajkol(کچکول)، لات/lt، لنګ/lang، لنګوټه/langūṭᾲ، لوند/lund او لوتي/luti. دلته یو ایتمولوژیکي اټکل کولای سو چي قلندر هم کېدای سي هندي کلمه وي او د (کا=kā) ریښې څخه یې تحول کړی وي چي د پښتو ژبي (کند=kand) د فقیرانو او خوارانو زوړ کمیس چي له ډېرو ټوټو جوړ وي() سره یوه ریښه ولري. په دې ترتیب دا ډول مبهم کلمات کولای سو چي د نقد په محک پاک او د ځینو کلمو نوې ایتمولوژیکي څېړنه وکړو.په ټولیزه توګه ژبپوهانو دایتمولوژۍ(ریښه پوهني) په برخه کښي پر لاندنیو اصولو او ضوابطو سره یوه خوله دي:

۱.د یوه لغت لومړنۍ بڼه باید د هغه د معادل او مشتقاتو سره مشخصه سي.

۲.د یوه لغت ټولي فونیمکي بڼي باید د لغت د لومړني فورمونو او شکلونو(ایتمون=Etymon) سره منطبقي سي.

۳. د معمول قاعدې سره سم باید د هر لغت انحراف په موجه شکل توضیح سي.

۵. د لغتونو پاشلی فونیمکي جوړښت هغه چي پردي – بېګانه ږغونه او فونیمونه لري  یا امکان دي ولري چي په پور اخیستل سوي وي باید لومړی وپېژندل سي او اصلي ټاټوبی یې په ګوته سي.()

دلته د پښتو ژبي په ایتمولوژیکي څېړنو کښي اصلي محور پښتو ژبه ده او لومړی موخه داده چي دا ژبه د آریاني ژبڅانګي څخه ده او په پایله کښي يې د هنداروپایي موریني ژبي سره اړیکي ټاکل. بل داچي د دې ژبي ځای باید د دې کورنۍ نورو ژبو ته وټاکل سي. بولګه: باختري ، اوستايي او یا نوري ژوندۍ آریاني ژبي لکه: پښتو، فارسي، اُستي، کوردي، بلوڅي باید روښانه سي چي پښتو ژبه کښي د نننۍ دودیزو لهجو سره د آریانا په پراخه تمدني ورشو کښي څه ډول ایتمولوژیکي اړیکي لرلې، پای دا چي د ژبني معیار او معیاري لیکدود په کښي اصولي کړنه تر سره کړو نه سلیقوي او احساساتي.

ب: د پښتو ژبي په معیاري کولو کښي د ایتمولوژۍ ونډه

په ټولیز ډول د ژبي معیاري کول دوې خواوي لري چي یوه يې ویونکې او بله يې لیکونکې خوا بلل کیږي. معیاري وینګ رامنځته کول ستونزمن کار څه چي په تمامه معنا د یوه سوچه او معیاري وینګ رامنځته کېدل ناممکن دي. خو بیا هم که د پوهني د نصاب په برخه کښي په واقعي ډول له شاوخوا ټولو لویو ویښتونو(لهجو)نسبي معیار په پام کښي و نیول سي پر لوستي نسل يې د وینګ په لحاظ اغېز لویږي. چي په خواشینی سره د پښتو ژبي په برخه کښي زموږ تعلیمي نصاب ا صلاً د معیار په نوم څه نه لري تر دې چي په مکتبي کتابي متن به د یوه کلي پښتانه ماشومان په تر یو اندازې پوهیږي خو په بل کلي کښي نه! د مکتب د دوهم – دریم؟ صنف په یوه کتاب کښي مي لوستي وه: ( خاټول د خاټولي ورور دی یا خټک د خاټولي ورور دی) څه معنا؟ تر ننه پوري په دې نه پوهېږم چي ایا ( خاټول او خاټولی) نومونه دي ، صفتونه دي که بل څه!؟ که (غاټول) وي لا یو لار ده. خو تر ټولو دمخه معیاري لیکدود – املاء او د یوې نسبتاً  کره لیکنۍ پښتو ژبي جوړول خورا ضروري دی. یوه کره لیکنۍ پښتو پر دوو لویو اړخونو خواوو تکیه لري:

الف: ګرامري اړخ

ب: لغوي اړخ

په پورتنیو دوو مهمو اړخونو کښي ایتمولوژي د دوهم اړخ سره مستقیم تړاو لري. که چیري وغواړو د یوې نسبتاً کره او معیاري لیکدود لپاره لغوي پانګه رامنځته کړو لومړی باید خپله هغه ژبنۍ لغوي زېرمه چي لرو د ټولو ویښتي (لهجوي) مترادفاتو په راټولولو سره هغه يې وټاکو چي په ایتمولوژیکي لحاظ لرغونې ریښه ولري او یا لرغوني او تاریخي ریښې ته ور څرمه او ورنژدې وي د بولګي په ډول (( janay=yanaj)په اوستا ژبه کښي په عام ډول د ښځي لپاره کارسوی چي نن یې په پښتو ژبه کښي د ښځینه عمر لومړۍ مرحلې ته چي لا پېغلتوب ته نه وي رسېدلې کاریږي، نو که معیار ټاکل کیږي د (نجلۍ، اینجلي، انجلۍ، ژنۍ، نجیلۍ، جنی، جینۍ) تر منځ ایتمولوژي د (جینۍ، جنۍ) توصیه کوي.

د پښتو ژبي لغوي معیار هم له څلورو برخو بشپړیږي:

۱.د یوې ژبي ویښتي(لهجوي) زېرمه.

۲. لرغوني(ارکاییک)لغتونه

۳.مصنوعي لغتونه یا نیولوجیزمونه(neologism) چي ییرانیان ورته (نوچم او نوواژه وایي). (په دې شرط چي د اوسني  بې جلوه ړانده او مضر کاروان پر خوا نه وي.)

۴. مستعار او دخیل لغتونه(چي په الف برخه کښي اوږد بحث پر وسو)

د ژبي املاء(لیکدود) باید د فردي ارادې محصول نه وي علمي موسسې او اکاډمیک مرکزونه يې له تعصب او ځانغوښتني پرته په پاک زړه او پراخ نیت له ټولو ویښتي(لهجوي) خواوو سره تر مفاهمې وروسته رامنځته کړي، د پوهانو په باور لیکدود جوړول د اساسي قانون حیثیت لري د ژبي اساسي قانون(لیکدود- املاء) کښي باید هره پښتني قبیله خپل ځان وویني او ټولو ته د منلو وي. د بولګي په ډول د نیولوجیزمونو په برخه کښي د پښتو ژبي په خپلو لهجو کښي کرښپل سته خو د (پښه خاپونه ، پښوخاپونه) وضع کول یا د (غوڼي) لپاره بنګن، د (بېکسۍ) پر ځای د (بېڅوکتیا) نیولوجیزمونه ټاکل په ایتمولوژیکي لحاظ اساس نه لري.() د کلماتو په معیار ټاکلو کښي باید ایتمولوژیکي بنسټ په پام کښي ونیول سي. ، همداسي د (نخښي پر ځای د نښي) ټاکل مناسب نه بریښي ځکه په معنايي لحاظ هم توپیر لري، (نخښه = د symbol) په معنا او (نښه=target)په معنا ده. همداسي (نجلۍ، جنۍ)، (بخښه، بښه) کښي  د ایتمولوژي علم توصیه کوي چي په لیکدود کښي (جینۍ او بخښه) د معیار لپاره وټاکل سي ځکه (بخښه په اوستا ژبه کښي کټ مټ د ( Cxab=baxṣ= بخښَ) په بڼه سته او زموږ په کلاسیکو متونو کښي ریښوي تاریخي هویت لري، میرزاخان انصاري واي:

مګر یو زمان بخښو سم

د دنیا له شر و شوره

(۱۷/۱۳۴)

همدا ډول (نجلۍ) چي مخکي یې یادونه و سوه د( janay=yanaj) په بڼه کټ مټ سته. د (کې او پکې) قیدونو پر ځای د (کښي  او پکښي) ټاکل ځکه د یوې خوا (کښ k) فونیم د پښتو په همزولو ژبو سانسکریټ او اوستا کښي چي مرکب فونیمونه دي په پښتو ژبه کښي هم سته او دیوې ژبي خپل طبیعي برخه ده بل دا چي زموږ په لرغونو او کلاسیکو متونو کښي خوندي دی خوشحال خټک وايي:

زه چي ستا له غمه زار کړم ستا په در کښې

که دي غوږ د ما په زار وی څه به ښه و

یا

خوښ اوسه خوشحاله د خپل یار په درد و غم کښي

درد د یار د میني لا بهتر دئ تر درمان

زه حیران یم دا مي څه دي په کوګل کښي

چي په ورځ و شپه پر تل وي شر و شور

(دیوان، د استاد رفیع چاپ، ۲۴۵،مخ)

په دې پلمه چي دپښتو ژبي په یوه ویښت(لهجه) کښي (ښ) فونیم نه وي او په بل ویښت کښي وي او موږ يې نفي کوو د خپلي ژبي ږغیز هویت ته زیان رسول دي. په وینګ کښي  هر څوک آزاد دی په لیکنګ کښي باید مراعت سي ځکه دا دیوې ژبي تاریخي بډایتوب او له نورو زړو و تاریخي ژبو سره یې اړیکي ثبوتوي. د (کښنګ، لیکنګ، وینګ، اورېدنګ، لیدنګ) کلمو کښي (نْګ) چي لرغونې ریښه لري له ویلو او کښلو وانه چوو، ځکه د (نْګ / ) فونیم پر پښتو سربېره په اوستا او سانسکریټ ژبو کښي هم سته لکه: د اوستا وروستی څلوردېرشم کانسونینټ(نْګ= =?) په سانسکریټ کښي  پنځم کانسونینټ(= ṅ= نْګ) کله چي بیا موږ د اوستا او سانسکریټ سره د پښتو ژبي د خورګلوۍ دعوه کوو، خبري مو باید پر مستندو او علمي دلایلو ولاړي  وي. (پاته په بله برخه کښي)

مأخذونه

  1. احسان بهرامي، فرهنګ واژه های اوستا، جلد ۲، بېلابېل مخونه.
  2. اکدي ژبه په اکدي lišānum akkdtum  په انګریزي ژبه/ Akkadian/ یوه سامي ژبه ده چي د لرغوني بین النهرین(عراق) د اکد په ښار کي ویل کېدله اوس ورکه ده.
  3. پښتو-پښتو تشریحي قاموس، ۱ ټوک، میدیوټیک، ۱۳۸۳، کابل، ۲۶۶مخ
  4. السیوطي، جلاالدین. المهذهب فیما وقع فی القرآن من المعرب،تحقیق،الدکتور التهامی الراجی الهاشمی،طبع،دولة الامارات العربیه المتحده، ۱۹۹۹م.
  5. شهرام هدایت، واژه های ایراني(آریاني) درزبانهای باستانی، ایران چاپ،  ۴۶ مخ
  6. عادل ارشادی، فرهنګ واژګان ترکي، تهران، ۱۳۷۹، ۷۳، ۷۴ مخونه
  7. پورداود، اوستا (ګاڅونه، یسنا)، تهران، ۱۳۸۱، ۱۵۴ مخ.
  8. جواد خُمک سیستانی، فرهنګ لغات سیستاني، تهران، ۱۳۷۹ ش، ۲۲۰ مخ.
  9. پښتو-پښتو تشریحي قاموس.د افغانستان دعلومو اکاډمي، دژبو او ادبیاتو مرکز،څلورم ټوک(میدیوټیک) چاپ،۱۳۸۳ش، ۲۵۷۶مخ
  10. پروانه، فخام زاده، نقد ریشه شناختی،(مقاله)، ۱۳۹۴، ۱ مخ
  11. استاد محمد معصوم هوتک، پرمعیاري ژبه د معیار په ژبه یوه څېړنه(دوهم چاپ)، د طلاعاتو او فرهنګ ریاست-کندهار، ۱۳۹۰ش،  ۲۵-۱۱۶ مخونه.
  12. د خوشحال خټک دیوان، د څېړنوال حبیب الله رفیع چاپ، ۱۳۹۷ لمریز

403 total views, 2 views today

سرچینه: تاند

%d bloggers like this:
/* ]]> */