نظر او تحلیل

افغانستان او د بیان ازادي


ف، فایض

ښايي هر
د مطالعې او خصوصاً د تاریخ د مطالعې خاوند به دا را سره و مني چې استبداد د مطلقه
شاهۍ یو عمده خصوصیت دی، دا خصوصیت یواځې په درېیمه نړۍ کې نه؛ بلکې په اروپا کې هم
تر سترګو کېږي؛ د بېلګې په توګه تاسې د فرانسې تر لوی انقلاب (۱۷۸۹) د مخه د اروپا تاریخ مطالعه کړﺉ. په حقیقت کې په اروپا کې همغه واکمن استبداد حاکم و چې د فرانسې د لوی انقلاب
عوامل یې برابر کړل. دا نن چې لویدیزه نړۍ، د ولسواکۍ، د بیان د ازادۍ، انتخاباتو،
د بشر د حقوقو او دې ته ورته ارزښتونو ادعاوې کوي، دا ټول د فرانسې تر لوی انقلاب وروسته
چې په دې توګه ټوله لویدیزه نړۍ د دې انقلاب مرهون منت ګڼل کېږي.

زموږ په
هېواد کې هم ترکومه چې مطلقه شاهي واکمنه وه؛ نو استبداد ورسره ملګری و. زما په اند که چېرې یواځې د ارواښاد سید سعود پوهنیار «نهضت
مشروطیت و قربانیان استبداد» ته مراجعه وکړو؛ نو پر دې حقیقت به ډېر ښه پوه شو. کوم
تاریخونه چې په شاهي دوره کې لیکل شوي، مؤرخینو د حقایقاو په څرګندولو او بربنډولو
کې ډېر خلاص لاس نه درلود، یواځې سیدقاسم رشتیا په خپل کتاب «افغانستان در قرن نزده»
کې یو، لږ حقایق په ګوته کړي چې اوس هم خلک ورته شاباس وايي. تاسې د امیر حبیب ا
… خان په وخت کې د مشروطیت د نهضت برخلیک وګورﺉ چې واکمنې دستګاه ورسره څه وکړل. کله چې د دې نهضت مشر مولانا واصف د شېر پور په غونډۍ کې
د توپ خولې ته تړل کېده؛ نو ویې ویل: «در حالی که به امنت بالله ایمان کامل داشتم،
به حکم امیر کشته شدم» او بیا یې دا شعرونه وویل:

روزی که
شود از السماء النفطرت

و اندر
پی آن اذ النجوم النکدرت

من دامن
نګیرم اندر عرصات

ګویم:
صنما! بای ذنبٍ قُتلت

ترک مال
و ترک جان و ترک سر

دوره مشروطه
اول منزلست

دغسې جوهر
شاه خان غوربندی په جلال آباد کې د ملاقات پر وخت د امریکا له خوا په تومانچه وویشتل
شو او دغسې د دغه نهضت د نورو غړو برخلیک له دوی سره ډېر توپیر نه درلود.

هندی مورخ
عزیز هندي خو کاږي چې د عبدالرحمن خان په وخت کې د شینوارو د یوې کورنۍ درې ورونه پر
دې اعدام کړای شول چې یوه ورور یې خوب لیدلی و چې په خوب کې پاچا شوی. همدارنګه غبار
په خپل تاریخ، افغانستان در مسیر تاریخ کې د سردار محمد اسحق د یوه لمسي د اعدام کیسه
کوي چې هغه خوب لیدلی و چې په خوب کې پر سره اس سپور دی چې بیا یې کوم ملګري تعبیر
کړی و چې خدای به دې پاچا کړي، پر دې خبره د شاهي کورنۍ غونډه جوړه شوه چې په پای کې
د سردار نصر ا… په ډېر اصرار هغه ووژل شو، حال دا چې د کاکا لمسی یې هم و.

د ارواښاد
علامه محمود طرزي خاطرات د هغه تر مرګ ۷۸ کاله وروسته په دې وروستیو کلونو کې د بهرنیو چارو وزارت
له خوا چاپ شول، دا خاطرات د علامه طرزي زوی عبدالوهاب طرزي له ځان سره پټ ساتلي وو
چې یواځې ډاکتر روان فرهادي یې پر دې راز خبر کړی و او هغه یې یو نقل له ځان سره اخستی
و چې دا دی اوس هغه خاطرات د تلف کېدو له خطره بچ شول. په همدې توګه د استاد خلیلي
یادښتونه او ډېر نور آثار چې د هغه و خت د استبداد کیسې کوي.

د ظاهر
شاه په سلطنت کې یو ځل د سپهسالار شاه محمود خان د صدارت په دوره کې (۱۳۲۵-۱۳۳۲) دموکراسي په ابتدایي بڼه تجربه شوه چې ډېر ژر یې بېرته
د خلکو خولې و تړلې او بل ځل د دموکراسۍ په لسیزه کې.

له ۲۰۰۱ نه وروسته چې د ښاغلي حامد کرزي په واکمنۍ کې د بیان کومه
آزادي را منځته شوه، دا د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري او تاریخ به پر دې خامخا
قضاوت کوي؛ هر چا خپله خبره وکړای شوه او د زړه بړاس یې و ایستلای شول. خلکو پر ولسمشر
مخامخ هم او په مطبوعاو کې هم نیوکې وکړای شوې او هغه د هیچا مخه ډب نه کړه، دا نن
چې د ملي وحدت په حکومت کې هم تر کومه بریده د بیان آزادي شته که څه هم دا ازادي دښاغلي
کرزي له وخت سره نه شي پرتله کېدای دا په حقیقت کې د بیان د همغې ازادۍ تداوم دی. په
حقیقت کې اوسني حکومت ته دبیان د ازادۍ مخنیوی ممکن نه و او که نه ډېر ځله یې ان چې
د ځینو رسنیو مسوولین په تلفون ګواښلي، ځینې کسان د امنیتي ادارو له خوا غوښتل شوي
او ګواښل شوي. په حقیقت کې اوس د بیان آزادي په ټولنه کې تر ډېره بنسټیزه شوې چې د
دې خبرې امتیاز هم د ښاغلي کرزي حکومت ته ورځي، که چېرې هغه دا داتاو نه وای ایښی،
زه فکر نه کوم چې که اوسني حکومت خلکو ته دومره اجازه ورکړې وای. په هر حال د بیان
آزادي په حقیقت کې یو «طلایي چانس» ګڼلای شو چې تاداو یې د ښاغلي حامد کرزي په حکومت
کې کېښوول شو. دا یې حق دی چې هغه له دې لامله وستایل شي. د ارواښاد استاد الفت په
وینا تر هغې پورې چې ریښتیا و نه ویلای شې، حق او باطل نه معلومېږي:

حق او
باطل نه معلومېږي حق بیان که نه وي

ظالم ته
هېڅ نه شي ویلای، ټینګ ایمان که نه وي

ولي له
ظلم ناروا سره جهاد نه کوي

دا په
نفلو باندې ولاړ، ریاکاران که نه وي

زه خو
پخپله دې ته سترګې په لار یم چې زموږ نننی مورخ هم دلته همت وکړي اوخصوصاً زموږ د نولسمې او شملې پېړۍ هغه حقایق را برسېره کړي، چې هغه وخت د حاکم جبر
له لامله چا ریښتیا نه شوی لیکلای، ان چې د وخت تاریخونو حبسونه تېر کړي چې ډېر ښه مثالونه یې د سراج التواریخ
او افغانستان در مسیر تاریخ دي. همدارنګه د مرحوم فیض محمد کاتب یو ډېر په زړه پورې
اثر «تذکر الانقلاب» په دې وروستیو کلونو کې چاپ او دلوستونکو لاس ته ورغی. دا کتاب
په ډېره مستنده توګه د سقاوي اړو دوړ کیسې کوي چې ډېرې جالبې دي. دا خبره چې ویل کېږي:
«تاریخ نه مسخ کېږي» زه ما په اند د تأمل وړ ده. دا سهي ده چې حقایق بالاخره له مخه
نقاب لرې کوي؛ مثلاً د عبدالرحمن خان په وخت کې چا د وخت د حاکم سیاست او اجراآتو په
اړه ان چې خوب هم نشو لیدلای؛ خو نن یې هغه ده په واز کومي کیسې کېږي، په نړیوال کچ
هم نن د ستالین او هیتلر کسیې کېږي او د نړۍ د ډېرو نورو د کتاتورانو کسیې کېږي؛ خو
دا احتمال هم شته چې د ډېرو حقایقو جزئيات
د نه ویلو
له لامله پټ هم پاتې شي.

په هر
حال د بیان آزادي یو د قدر وړ ارزښت دی او د اسلام په مقدس دین کې خو ځانګړی ځای لري. که چېرې موږ د راشده خلافت د وخت تاریخ مطالعه کړو، دبیان
د ازادۍ داسې بېلګې ګورو چې د تاریخ په اوږدو کې یې بیا چا ساری و نه لید او نه به
یې وګوري. دبیان ازادي دا اوس هم په یوه ډول له ګواښونو سره ملګرې ده، هم د حکومت له
خوا، هم د مخالفینو له خوا، هم د نړیوالو ځواکونو له خوا؛ ځکه هېڅوک هم دېته نه دی
حاضر چې رښتیا واوري، که ریښتیا ورته ویل کېږي بیا خو هم همغه د استاد الفت خبره ده
چې:

نه ومه
خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه

نه دي
د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي

زه پر
دې باور یم چې ډېر حقایق لا له ویلو نه پاتې دي چې باید وویل شي او ولیکل شي او دا،
پر له حقایقو خبرو افرادو او خصوصاً مؤرخینو، سیاسي او مطرحو شخصیتونو اولیکوالانو
د ملت حق دی؛ که یواځې ملکي مرګ ژوبله په ريښتیني ډول بیان شي، نه به حکومت د دې ځواب
ولري او نه یې شین سترګي حامیان

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

Tags
%d bloggers like this: