نظر او تحلیل

په افغانستان کې د جګړې دوام، او که د امریکا ناکامه سیاست ؟


صفي الله منطق

افغانستان ته د امریکا د راتک یوازېنۍ موخه په دې هېواد کې د ترهګرۍ ختمول، د  یوه ولسواکه او قوي نظام جوړول، د نشه یي توکو د قاچاق مخنیوی او د افغانستان پرمختګ او رغول هغه څه وو، چې امریکایي ځواکونو ورته د رسېدو لپاره په دې هېواد کې څه باندې اتلس کاله، ناکامه جګړه یز ماموریت ترسره کړ، خو یو یې هم ترلاسه نه کړ.

 په افغانستان کې د امریکاځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو زور او د افغان حکومت چوپتیا، هغه څه چې په افغانستان کې جګړه لا نوره هم اوږدولې شي.

له شک پرته په افغانستان امریکایي ځواکونو په خپل څه باندې اتلس کلن ناوړه جګړیز ماموریت کې، په خپلو هوایي ړوندو بمباریو کې په سلګونه ملکي افغانان وژلې دي.د ترهګرو ډلو دلمنځه وړلو په پلمه امریکایي ځواکونه وخت ناوخته د افغانستان په یوشمیر ولایتونو او ولسوالیو کې خپل سري هوایې بریدونه ترسره کوي چې تر ډېره پورې په کې د افغان ځواکونو په ګډون ملکیانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوړي.

دغه ځواکونو د دې پر ځای چې په افغانستان کې امن راولې، بلکې دوی نوره هم امنیتي کړکیچ ته لاره هواره وي. عجیبه خبره خو داده، چې کله یو امریکایي سرتېری په افغانستان کې ووژل شي، نو بیا په سپېنه ماڼۍ کې سم ماتم جوړ وي چې له دې سره همهاله په کور دننه افغانستان کې هم د حکومتي چارواکو ذهني انډول هم د طبیعت وړ نه وي او سمه خبره هم پرې بده لګېږي. خو برعکس، بیا دلته چې کله د لسګونو افغان ځواکونو سربېره ملکیان وژل کیږي دا ټول بیا په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره تمام شي.

څو ورځې وړاندې امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کې یو ځل بیا، په افغان سرتېرو هوایي بمباری وکړه چې په ترڅ کې ګڼ شمیر افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واړوله. هغه څه چې تل یې امریکایي ځواکونه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په بښنه ختموي اوبس. که په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې په نوم کوم څه شتون لري، نوبیا ولې چپه خوله ناست دي او د افغان وژنې د مخنیوي په موخه هیڅ خپل غږ نه پورته کوي.

له شک پرته چې افغان ملت اوسمهال تر بل هروخت د امریکایي سرتېرو د دغو کرغېړونو کړنو څخه پوزې ته رسېدلې دي چې د خلاصون لپاره یې دوي هم ګوته په خوله پاتې دي.

دا ښکاره خبره ده، چې د حکومت دننه یو شمیر لوړ پوړې چارواکي تر ډیره پورې په خپله ژبه د امریکا خبرې کوي، چې دا د دوی لپاره د شرم ځای دی.

اساسي پوښتنه دا ده، چې ولي افغان حکومت د امریکایي ځواکونو له لوري د ملکیانو په ګډون د افغان ځواکونو په ناحقه وژل کېدلو پوښتنه په ترخه ژبه نشي مطرح کولې چې دغه ټکې تر ډیره د حکومت او ولس ترمنځ لوی واټن رامنتځه کړې ده او د ولس پر وړاندې د حکومت باور ورځ تربلې بدرنګه کیږي.

امریکا د خپل دوه مخي سیاست په لوبولو سره افغان حکومت د سولې په دروغجنو خبرو اترو کې تر ډیره پورې ښکېل ساتلې دي. دغه راز اوسمهال د افغان سولې په پار سیمه ییزه اجماع څه ناڅه شتون لري، خو بدبختانه په کور دننه د واک ټېکداران په خپلو منځنو کې جوړ نه راځې، چې دغې چارې په ښکاره سره د هېواد ملي ګتې له خطر سره مخ کړې دي.

دمګړۍ افغان حکومت او یو شمیر سیاسیون، د مخالفت په ډګر کې ورستې حده ته رسېدلې، چې په ښکاره په ځینو بهرنیو هېوادنو کې په خپل سر د افغان سولې په پار غونډې جوړوې او استازیتوب يې هم کوي. چې دغې چارې په ریښتیا هم افغان حکومت د نړیوالو پر وړاندې ډیر کم ظرفیته معرفي کړي دي.

بل لور ته د افغانستان په ګډون د سیمې په کچه د امریکا ناوړه سیاست، بلخصوص د افغانستان د ګاونډیو هېوادنو سره د امریکا لړزېدلې او نازکه اړیکو هم په دې هېواد کې جګړه ګرمه ساتلې ده.د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکول، ددې سبب شوه،چې په هېواد کې افغانان په خپلو منځونو کې ښکېل شي او بهرنیان یې له خپلو نظامي اډو سیل وکړي.

همداراز د افغانستان جګړه د امریکا یو ناکامه بهرنی سیاست وو، چې په تېرو اتلسو کلونو کې په دې و نه توانېده چې په دې هېواد کې جګړه کابو کړي. نو له دې وروسته امریکا ته په کار ده چې د افغانستان پر وړاندې په خپل سیاست کې په بشپړ ډول بدلون راولې، دا ځکه چې په افغانستان کې جګړه د حل لار نه ده او نړیوال دې له یوې بلې نوې تکلارې او سیاسته د افغانستان ملاتړ وکړي تر څو په دې هېواد کې مرګ ژوبلې ته د پای ټکې کېښودل شي.

دغه راز د افغانستان په تړاو د امریکا تګلاره کې تر ډېره پورې په جګړې ټینګار او امریکایي سرتېرو ته خورا صلاحیتونه ورکړل شوې دې. همداراز په دغې تګلارې کې د پردې تر شا، د ترهګرو ډلو د ځپلو او په افغانستان کې د امنیت په راوستلو پر ځای دغه پالیسي د نورو موخو سره تړل شوې ده. د امریکا دې دومخي سیاست ته په کتو داسي ښکاري چې د دوی دا انسان وژونکي جګړیز ماموریت به په افغانستان کې له کلونو نه لسیزو ته واوړې.

دغه راز په دې هېواد کې امریکایي سرتېري د جګړې ختمول نه غواړي، بلکې لا یې اوږدوي، چې په ترڅ کې به یې افغانستان د امریکا د جګړو قربانې ورکوي. چې دا چاره د افغانانو لپاره ډېره درنده تمامېدلی شي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

%d bloggers like this: