نظر او تحلیل

د اصیل خان مظاهرې؛ او په افغانستان د سیاسي ډلو نظامي آشوب

محمد زمان مزمل

د ظاهر خان د دیموکراسۍ په وروستیو کې په کابل
کې یو مسافر مړ انسان د لیلیو په ماحول کې سیاسي ډلو د یو سیاسي قتل په عنوان د
هغو مظاهرو موخه کړ چې جوانان مسلمان، خلق پرچم او شعله جاوید دغو ټولو د دغه
نامعلوم اصیل خان په مرګ د ظاهر خان د حکومت پر ضد کابل په متفقه مظاهرو باندې
وجرقاوه.

ښه مې یاد دي هاغه مهال د مظاهرو ویناوالو په
هغه غور اواز د اصیل خان د مرګ وحشت مطرح کاوه چې مونږ د سیاست او سیاسي فتنو سره
نابلده ځوانانو د مرګ بر ظاهر شاه سره دواړه لاسونه پورته کول او فکر مو کاوه چې
په کابل کې د ظاهر شاه نظام چې د چغچران پر وږو یې د ترحم اجرات کنګل روان وو، دا
پکې د ظاهر شاه د نظام دویمه سیاسي بیباکي وه چې اصیل خان یې په کابل کې مړ پیدا کړی
و!!

وروسته چې د ظاهر شاه د بدلېدونکو حکومتونو
باوجود شورویانو او یا د شوروي پلویانو لاس پر کودتاوو او د کودتاوو د مخالفینو پر
بند، اعدام او ژوندي ښخولو پورې کړ خپله دغو د کابل مظاهرو تنظیم کوونکو پخپلو
حکومتونو کې د افغاني ګډوالو شمیره پر پنځو میلیونو واړوله او د وژل شویو او ورکو
شمیره یې پر یو میلیون واړوله او بیا وروسته چې جهاد شوروي مات او نجیب نسکور کړ د
مقابل طرف کورنیو جګړو همداسې په نیم برابر مهاجرین د قاضي امین پر کمپ او په بورډ،
ارباب روډ، اسلام اباد او پینډې کې په بدرنګ شکل د مخکنیو مهاجرینو تر څنګ دیره کړل.

اوس چې امریکا د اکثریت ډلو حکومت د طالب او
تروریزم په پلمه په کابل کې پر خلکو د خپل سفارت له لارې تپلی دی بیا هم د
افغانستان په ګوټ ګوټ کې محلي بې کوره پرګنې پخپل ځای پاتې دي او د جنګ وحشت امریکا
هومره ستړې کړه چې د ځینو په تعبیر د امریکا د اقتصاد د بچولو په خاطر غواړي له جنګ
او میدان پښې سپکې کړي.

اوس چې د زیارتونو او خازو ډکو هدیرو ته تر شا
ورګورم او په روانه جګړه کې د هغه مهال د مظاهرو زیات مشران بیا هم د جنګ طرف او د
جنګ مشران دي ماته د ظاهر خان د مهال د اصیل خان مظاهرې رایادې شوې چې مونږ ساده ځوانان
یې د یو مسافر مړي په خاطر څو ورځې له مکتب او مدرسې له صنف نه  د ظلم او استبداد پر ضد په څه هنرمنده بیباکه
استعمال کړو او نن د ظاهر خان د وخت سیاسي مخالفین د هغو نظامي فتنو او آشوب نه
دومره څه زده نکړل چې یا خو له هغو مظاهرو معذرت وغواړي او یا خو د پردو اشغالګرو
د کوربه توب او د جګړو نه د وتلو یوه پتمنه لار په متحد او صادقانه ډول ولټوي.

مونږ به د دغو سیاسي غلطیو او نظامي اشوب پړه
پر چا غورځوو.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

%d bloggers like this: