لوبې

کرېکټ: افغان لوبډله نن له انګلستان سره دویمه تمریناتي سیالي لري

د کرېکټ پنځوس اوریز نړیوال جام څخه مخکې، افغان لوبډله نن له انګلستان سره دویمه تمریناتي سیالي لري.

افغان لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ له پاکستان څخه تمریناتي سیالي ګټلې وه؛ خو انګلستان بیا اسټرالیا ته تمریناتي سیالي بایللې وه.

نړیوال جام د روانې مې میاشتې په ۳۰ نېټه د انګلستان او سویلي افریقا د لوبډلو په لوبې کولو پیلېږي.

افغان لوبډله به په لومړي پړاو کې نهه سیالۍ وکړي، چې خپله لومړۍ سیالۍ به د جون په لومړۍ نېټه له اسټرالیا سره وکړي.

سږکال نړیوال پنځوس اوریز جام د نړۍ د لس غوره لوبډلو ترمنځ په انګلستان او ویلز هېوادونو کې ترسره کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت دوه بجې پیلېږي، چې د ملي تلوېزون له لوري په ژوندۍ بڼه هم ښودل کېږي.

د هندوستان مشهور مبصر هارشا بوګلي پرون کرکبز وېبپاڼې ته ویلي وو، افغان لوبډله به په روان نړیوال جام کې ډېرې لوبډلې وننګوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */