روغتیا

په اوږدو او تودو ورځو کې روژه نيول څه ډول اسانه کړو

ډاکټر يوسف اکبري

که څه هم سږکال روژه کې هوا د تير په نسبت ډيره ښه وه خو بيا هم د روژې مبارکې مياشت يو ځل بيا په ګرمۍ کې وه چې توده هوا او د ورځو اوږدوالی په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې سخت ذهني يا فزيکي کار کوي له سترو ستونزو سره مخ کيږي، خو که چيرې د پيشمني او روژه ماتي پر مهال داسې خواړه انتخاب شي چې د ګرمۍ ضد خاصيت ولري او تقريباً ۱۷ ساعته پرته له څه خوړو يا څښلو د اړتیا وړ انرژي درکړي نو روژه به مو اسانه تيره شي.

د روژې مبارکه مياشت کې تر ټولو مهمه پوښتنه داده چې کوم خواړه، سبزيجات او ميوه بايد استعمال شي، د خوړو کارپوهان وايي چې د ګرمۍ په موسم کې د وږدې مودې لپاره څه نه خوړل يا څښلو په صورت کې بايد فايبر(Fiber) او پروټين (Protein) لرونکي سبزيجات او ميوې استعمال شي او همدا راز له خوږو څخه جدي پرهېز وشي.

فايبر لرونکي سبزيجات او مېوې

لکه خرما، مڼه، نارنج، انځر، ناک، ګازرې، وربشې، د دالو مختلف ډولونه، نخود، کرم، مټر، بينډۍ، شلغم، د توتانو ټول ډولونه، ځمکنی توت، بليو بيري او ريډي بيری او داسی نور….

پروټين لرونکي سبزيجات او مېوې لکه مستې، شيدې، ډوډۍ، بادام، پنير، شفتالو، انار، هندواڼه، کيله، ځمکنی توت، الوبخارا، امرود، وچې ميوې، پالک، هګۍ، غوښه او داسی نور

د پيشمني پر مهال بايد معده يوازې په اوبو يا خوړو ډکه نشی.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this:
/* ]]> */