ټیکنالوژي

اپل خپل تر ټولو پیاوړي لپ ټاپونه معرفي کړل

اپل کمپنۍ د خپل مک بک پرو (MacBook Pro) لپ ټاپونو نوې لړۍ معرفي کړه، چې په کې اتم او نهم نسل اېنټل کور پروسېسرونه کارول شوي.

نوی ۱۵ – انچه مک بک پرو له ۶ او ۸ کور پروسېسر سره راځي چې د دغه لپ ټاپ سرعت تر ۵ گېگاهرټز پورې ګړندی کولای شي.
له دې سربېره ۱۳ – انچه مک بک پرو کې چټک کواډ کور پروسېسر کارول شوی چې د دغه لپ ټاپ سرعت يي ۴٫۷ گېگاهرټز ته لوړ کړی.
دا لومړی ځل دی چې اپل کمپنۍ د مک بک پرو لپ ټاپونو کې اوکټا کور پروسېسر کاروي. د ۸ کور پروسېسر انتخاب یوازې ۱۵ – انچه مک بک پرو کې شتون لري. اپل کمپنۍ ادعا کوي چې ۸ کور پروسېسر به د دغې کمپنۍ د پخوانیو لپ ټاپونو په پرتله ډېر زیات چټک وي او له ۶ کور مک بک پرو څخه به ٪۴۰ چټک کار کوي.

په هندوستان کې د ۱۳ – انچه مک بک پرو بیه به ۱۵۹۹۰۰ هندي کلدارې (۱۸۵۲۴۵ افغانۍ) او د ۱۵ – انچه مک بک پرو بیه به ۱۹۹۹۰۰ هندي کلدارې (۲۳۱۵۸۵ افغانۍ) څخه پیلېږي.

کاروونکي کولی شي دغه مک بک پرو لپ ټاپونو کې د خپلې اړتیا او خوښې اضافي ځانگړنې هم اضافه کړي، خو پام مو وي چې د هرې ځانگړنې اضافه کولو لپاره کاروونکي باید اضافي پیسې هم ورکړي.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this:
/* ]]> */