روغتیا

د یوې ماشومې د «۱۴» ګوتو کامیاب عملیات ترسره شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د چین ډاکټرانو د یوې داسې ماشومې عملیات په بریالۍ توګه ترسره کړي چې د دواړو لاسو ګوتې یې «۱۴» وې.

د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور سره سم چینایي ډاکټران توانېدلي د یوې درې کلنې ماشومې چې پيدایښتي یې  څوارلس ګوتې درلودې د اضافي ګوتې په لرې کولو کامیاب عملیات ترسره کړي دي.

دغه ماشومه چې د یوې غریبې کورنۍ څخه ده او درې کاله عمر لري، کورنۍ یې په تېره موده کې د ماشومې د لاسونو کوچنیوالي له کبله ددې عملیات نه شوه ترسره کولای.

خو اوس د چین په شینیانغ روغتون کې ددې عملیات ترسره شوي، ډاکټرانو د ماشومې والدینو ته ددې د ګوتو په اړه ډاډ ورکړی چې ډير ژر به یې ټولې ګوتې په حرکت راشي.

ډاکټر «تشان جي» چې یاد عملیات یې ترسره کړي توانېدلی هغه ګوتې چې د ماشومې په لاسو کې اضافي وې وپیژني، ډاکټران دغه کار یوه نادره پېښه بولي، دوی وایي چې په داسې وخت کې کومې ګوتې اصلي او کومې اضافي دي پيژندل یو ناشونې کار دی.

ویل کیږي چې د ماشومې په چپ لاس کې دوه ګوتې اضافه وې خو په ښي لاس کې یې بیا د مټې دوه ګوتې اضافه وې، چې په بریالۍ توګه یې عملیات ترسره شول.

په ټولیز ډول عملیات بریالي وو، د اضافي ګوتې لرې کولو سربېره ډاکټرانو د نورو ګوتو شکل د فلزي سیمونو له لارې جوړ کړی تر څو په راتلونکي کې په سمه توګه وده وکړي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د یوې ماشومې د «۱۴» ګوتو کامیاب عملیات ترسره شوي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */