کلتور او ادب

پاڅېږه وطنه| لنډه کیسه

 صفیه وردګ

د دړې درب شو، د کوټې چوپتیا یې ماته کړه. نېنا وه.

–         سلام

–         راغلې؟

–         هو.

–         ساړه وه؟

–         هو.

نېنا خپلې کوټي ته لاړه، ما کتاب لوست. فکر مې سم کار نه کاوه، لاړم پخلنځي ته؛ یخچال تش و. چای مې کېښود، له کتاب لوستلو سره مې له چایویو غړپ کاوه، زړه مې راتنګ شو، کتاب مې وتړلو.

له کړکۍ مې د باندې خړو ورېځو ته کتل، زړه تنګوونکې وې.

نه پوهېږم ښه و که څرنګه، خو بل ډول احساس مې لاره، تلولې وم، وطن ته د تګ احساس ګني همداسې وي.

***

له پوهنتونه راغلم، کالي مې بکس کې کېښودل، لپټاپ مې هم ورسره کېښود، د لپټاپ تر څنګ مې د خپلې خوښې کتاب په زور ورځای کړ، خوشاله شوم.

خوب نه راتلو، تر نیمې شپې ویښه وم، د موبایل پر ښیښه مې ګوتې تېرې کړې؛ وار له واره څو پیغامه راغلل، موبایل مې روښانه کړ، د ځواب په موډ کې نه وم.

ښه شېبه فکرونو په سر واخیستم، ولټېدم. د کوټې تر یوه او بل کونجه لاړم. آرامه نه شوم. تلوېزون مې روښانه کړ، ډېر چېنلونه مې پرلپسې تېر کړل، افغاني چېنل مې ونیوه، د وطن پښتو خبرونه یې خپرول.

په سترګو مې تیاره شوه، په وطن کې بیا ځانمرګی…هره خوا وینې، د قرباني شوو انسانانو غوښې، واوېلا/چیغې، منډې ،ترړې…

تلوېزیون مې بند او تګ مې لغوه کړ.

په دې سره ما ته هم د جاوید امیرخیل دې هېوادنۍ سندرې حقیقت رامخته کړ چې وايي:

څوک په خپل وطن كې د پرديو غلامان شوو
څوک د لمر په جنګ کې په تيارې پسې روان شوو
څوک د قوم او ژبې د تبعیض قهرمانان شوو
چا ږيره اوږدہ کړہ د جنت ټیکه داران شوو
سرې وینې بہېږي د افغان له ټپي تنه
پاڅېږہ وطنه
وږي ملایان میلیونران شوو د بانکونو
دین ایمان یې ورکړل په ډالرو په پونډونو
لونه یې زینت شوی د خليج د ساحلونو
شرعه يې جاري کړہ د عربو د بزمونو
بوی د کفر جګ شو د اسلام له انجمنه
پاڅېږہ وطنه
لاړل پاکستان ته له یوې مخې جہادي شول
بم باروت یې راوړل د وطن د بربادي شول
سوله یې تالا کړہ، د قتلونو بنیادي شول
خپل كور ته د غم شول، پنجابي ته د ښادي شول
سپین جواز یې واخيست له لندن او واشنګټنه
پاڅېږہ وطنه
خپلو قاتلانو، قصابانو ته حيران يو
دغو هيواد پلورو افغانانو ته حيران يو
موږ د خپلې خاورې دلالانو ته حيران يو
موږ دې وینو څښونکو شرمښانو ته حيران يو
خپل ځان کې شرمېږو د نړۍ له هر تنه

پاڅېږه وطنه!

سرچینه: تاند

%d bloggers like this: