ټیکنالوژي

اپل د iOS نوی اپډېټ وړاندې کړ

اپل کمپنۍ د ایفون ځیرکو موبایلونو کاروونکو لپاره خپل د عامل سیستم iOS نوی اپډېټ وړاندې کړ. دغه نوې بڼې کې چې ۱۲٫۳٫۱ بلل شوی د کاروونکو ځینې سترې ستونزې اوارې شوي.

د ایفون اېکس اېس څخه نیولې تر د ایفون۵ اېس کاروونکي د iOS دغه نوې بڼه ښکته او خپل شته عامل سیستم اپډېټ کولی شي.

له دې وړاندې کاروونکو شکایت درلود چې د ایفون له لارې ځینې غږیزو اړیکو او پیغامونو کاریالونو کې تخنیکي ستونزو سره مخ دي، خو اپل کمپنۍ ادعا کړې چې دغه اپډېټ به د کاروونکو شته ستونزې اوارې کړي.

اپل کمپنۍ غواړي د ۲۰۱۹ په WWDC غونډې کې چې د جون په ۳مه پیلېږي iOS 13 معرفي کړي، خو اوس لپاره د کاروونکو د ستونزو اوارولو په موخه يي دغه اپډېټ وړاندې کړی.

د دغه اپډېټ ښکته کولو لپاره خپل دایفون Settings ته ولاړ شئ، د General تڼۍ کېکاږئ او Software Update کلېک کړئ. له دغه اقدام څخه وړاندې ډاډه شئ چې ځیرک موبایل مو له وای فای سره وصل دی او لږ تر لږه له ٪۵۰ څخه زیات چارج لري.

دغه نوی اپډېټ په ایفون اېکس اېس، ایفون اېکس اېس مکس، ایفون اېکس ار، ایفون اېکس (۱۰)، ایفون۸، ایفون۸ پلس، ایفون۷، ایفون۷ پلس، ایفون۶ اېس، ایفون۶ اېس پلس، ایفون۶، ایفون۶ پلس، ایفون اېس اي او ایفون۵ اېس کې ښکته او د خپل ځیرک موبایل عامل سیستم اپډېټ کولی شئ.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: