نړۍ

پېښور کې ماشومانو لپاره عدالت جوړ شوی خو انصاف لا تر وسه لویو ته هم ندی ورکړل شوی

د سباوون خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. د ماشومانو د حقونو په اړه په دې نوې خپرونې کې په پېښور کې د ماشومانو پر ځانګړي عدالت خبرې شوې دي.

په دې وروستیو کې د خېبر پښتونخوا چارواکو په پېښور کې د ماشومانو د مقدمو اورېدو لپاره ځانګړی عدالت جوړ کړی دی چې پکې له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومانو د مقدمو اورېدنې کېږي.

چارواکي وايي، داسې عدالتونه به د صوبې په نورو ضلعو کې هم جوړوي.

دماشومانو حقونو لپاره کارکوونکو د دې ځانګړي عدالت په جوړولو د خوشالۍ څرګندونه کړې او وايي چې له دې سره به د ماشومانو د مقدمو پرېکړې پر وخت کېږي.

خو بلخوا اکثره پښتانه بیا په دې عقیده دي چې د عدالتونو ودانۍ به اګر چې ډېرې وي خو انصاف پکې نشته
ځکه چې له نقیب نه نیولې تر فرښتې مومندې لا تر وسه یوه پښتون ته هم د دې هیواد عدالتونو انصاف ندی ورکړی

%d bloggers like this: