افغانستان

عبدالله: ارګ کې د فحشا خپرولو دوسيه رشوتخورو ته سپارل شوې

د ولسمشر اشرف غني د ځانګړي امنيت پخواني سلاکار جنرال حبيب احمدزي له لوري په ارګ کې د فحشا خپرولو ادعا د مدني فعالانو، د ملي شورا د غړو او حکومتي چارواکو غبرګونونه راپارولي دي.

د ملي يووالي حکومت اجراييه رییس عبدالله عبدالله هم په دې تړاو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې ارګ کې د فحشا خپرولو د ادعا دوسيه رشوتخورو ته سپارل شوې ده.

اجراييه رييس ټينګار کړی، چې د جنرال حبيب احمدزي ادعا بايد په هر اړخيزه او بې پرې توګه وڅېړل شي او په دې څېړنو کې بايد د مدني ټولنو، د ملي شورا د غړو سربېره عام خلک هم ګډون ولري.

هغه زياته کړې، چې د هېواد عدلي او قضايي سيسټم بې باوره دی، خلک پرې باور نه لري او د جنرال حبیب احمدزي له لوري په ارګ کې د فحشا خپرولو د ادعا دوسيه رشوتخورو ته سپارل شوې ده.

هغه زياته کړه: «زه په دې کار نه لرم، چې د جنرال احمدزي ادعا رښتيا ده که نه،خو په عدلي او قضايي ارګانونو کې دومره وړتيا نشته، چې خلک پرې باور وکړی شي.»

اجراييه رييس دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره اوونۍ جنرال حبیب احمدزي له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي و، چې ارګ کې ځينې کړۍ له ښځينه کارکوونکو د دندې ورکولو په بدل کې جنسي رشوت غواړي او هغه ادعا کړې وه، چې په دې اړه کره اسناد هم لري.

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */