افغانستان

اندونیزیا په افغان سولې بهیر کې همکارۍ ته سینه وډبوله

اندونیزیايي چارواکو یو ځل بیا په افغان سولې بهیر کې همکارۍ ته سینه وډبوله او ژمنه یې وکړه، چې دغه هېواد سره به مرستو ته دوام ورکړي.

دغه ژمنې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ریتنو مارسودیا له ولسمشر غني سره پرون د یوې کتنې په ترڅ کې وکړې او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې بحث سره وکړ.

د ارګ خبرپاڼې کښلي: دغه کتنه د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې ناستې په څنډه کې د مکې مکرمې په ښار کې وشوه.

خبرپاڼې زیاته کړې: د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او د افغانستان د سولې پروسه کې د اندونیزیا د رول د خبرو مهم ټکي وو.

په کتنه کې ولسمشر وویل: په اندونیزیا کې د تسامح او د یو بل د منلو فضا حاکمه ده او د سولې د ټینګښت په برخه کې یې تجربې د افغانستان د سولې پروسه کې غوره رول لوبولای شي.

بل لور ته د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان د سولې په اړه د یوه دیالوګ د کوربه توب، د سولې لپاره د افغان او اندونیزیایي مېرمنو د ګډ کنفرانس او د علماو د بلې ناستې د کوربه توب په اړه د خپل هیواد د لېوالتیا چمتووالی وښود.

نوموړې وویل: هیواد یې چمتو دی د اندونیزیا د ټاکنو تجربې چې یو جامع سیستم دی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي.
بل لور ته ولسمشر وویل: د دواړو هیوادونو اړوندې ادارې به د دې ناستو د ترتیب په برخه کې اقدام وکړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */