نظر او تحلیل

مونږ په سياسي تعملاتو کې په دوه مخي سياست هېڅ باور نه لرو

     ليکوال:احمد منصور

د تېرې شنبې په ورځ د امير المٶمنين شيخ الحديث هيبة الله آخندﺯآده صيب اختريز  پيغام خپور شو  پيغام  د پخوا په څېر نه ده بلکې د اسلامي امارت سياست پکې واضح شوي،له بهرنيو او افغان سياسونو سره مذاکرات مفيد بللي شوي،هېوادوالو ته يې ډاډ ورکړى چې دوي به د سياست په ډګر کې هم شريعت ته معتقد وي  په وينا چې له دوي د هېوادوالو هغه بچيان نه دي هېرې چې په دې اتلس کلن جهاد کې قرباني ورکړه سختۍ په ځانو وګاللې شهيدان، اسيران او ﺯخميان شول خو بيا هم له خپلې بر حقې داعې څخه وا نه ووښتل.

يو څه چې په دې پيغام کې ډير جالب وه او په ما ډير ښه ولېګېده هغه چې شيخ صيب له اوسني مروج او دوه مخي سياست څخه يې بېزاري اعلان کړې وه شيخ صيب داسې ويلي وه: په دې خبره باید دوست او دښمن پوه شي چې موږ په سیاسي تعاملاتو کې پر دوه مخي سیاست هیڅ ډول باور نه لرو، د مذاکراتو په پلمه وقت تلفي، تر پردې لاندې سازشونه او دوه ګونی چلند مو نه خوښ دی او نه یې د بریالیتوب لار بولو.

شيخ صيب مخکې له مخکې د نړي والو غوګونه ورخلاص کړل خو امريکا لا اوس هم هغه جهت په طالبانو واکمن بولي او ترې غواړي چې په طالبانو فشار راوړي تر څو مذاکراتو کې نرمښت وښايې چې هغه جهت کرﺯي او اشرف غني تجربه کړى او په وار وار يې ترې غوښتي چې طالبان مزدورې ادارې سره د مذاکراتو پر مېز کېنوي خو هېس يې هم نه دي تر لاسه کړي

خليلزاد که له يوې خو اوس هم ناکامې تجربې تکراره وي خو له بلې خوا له طالبانو سره هم دوه مخى سياست کوي چې دا دوه مخى سياست به د دې پر ځاى چې امارت ته صدمه ورسوي برعکس خپله امريکا به يې ﺯيان وګالي

خليلزاد دې په دې وپوهېږي چې د امارت د مشرتابه دريځ د ټرمپ په څېر نه دى چې په ورځ کې څو ځلي بدلېګي د امارت دريځ دا وه چې له بې واکه ادارې سره مذاکرات نه کوي دا نن يې هم همغه دريځ ده

نو فلهذا خليلزاد  او بل هر هغه جهت چې له طالبانو سره د دومخي سياست کولو اراده لري خپله دا اراده دې بدله کړي د وخت ضايع دې نه کوي او په ښه ډول دې له طالبانو سره روابط وساتي.

سرچینه: کابل ټکی کام

Tags
%d bloggers like this: