نړۍ نظر او تحلیل

رسنیو د پاکستاني پوځ له وحشتونو پرده پورته کړې ده

له بشري حقونو د پاکستاني پوځ د سرغړونو اسناد خپاره شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستاني پوځ د ضرب عضب او نورو عملیاتو پر مهال په شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې پراخ جنګي جنایتونه ترسره کړي او بشري حقوق یې تر پښو لاندې کړې دي. بي بي سي په یوه راپور کې وایي چې هغه مهال شمالي وزیرستان ته د رسنیو ورتګ ناممکن و، نو پاکستاني پوځ هر ناروا چې غوښتې ده، پر ملکي وګړو یې کړې ده. دوی خپلسري هوایي بریدونه کړي، د ملکي پښتنو کورونه یې په نښه کړي، شپني خونړي عملیات یې کړي، ماشومان، مېرمنې، سپینږیري او بې ګناه وګړي یې په نښه کړي دي. رسنیو له بېلابېلو خلکو سره مرکې کړې دي او دوی د پاکستاني پوځ له وحشتونو سر ټکولی دی. د پښتونژغورنې غورځنګ مشر بیا ویلي، رسنۍ که تر دې ډېرې پلټنې وکړي ښايي داسې وحشتونه رابرسېره کړي چې بشریت حیران کړي. دده په خبره پاکستاني پوځ لا هم له خپل دغه کار لاس نه دی اخیستی او لا هم هره ورځ پښتانه وژني او زندانونو ته یې اچوي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this:
/* ]]> */