روغتیا

دغه عام عادت د زړه حملې او فلج لامل گرځي

اوسني خلک د ورځې په جریان کې د مختلفو څېزونو د خوړلو عادت لري، خو د ورځې په اوږدو کې هغه څېزونه هم خوري چې د زړه د سکتې او فلج خطر زیاتوي.

په فرانسې کې ترسره شوې څېړنه کې ادعا شوې ، هغه خلک چې زیات پروسېس شوي خواړه لکه خواږه سېریل، مشروبات، چپس او داسې نور څېزونه خوري په هغوی کې د وینې شریانونو اړوند ناروغۍ خطر زیاتېږي.

دغې څېړنې کې څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې په ورځ کې یوازې لږه اندازه دغه ډول خواړه د زړه حملې او فلج خطر ۳/۲ برخې زیاتوي.

الټرا پروسېس شوي خواړه په عام ډول د خوړل کېدو لپاره اماده خواړه وي او په ډېره زیاته اندازه بوره او نور مضر مواد لري.

دغې څېړنې موندلې چې د چپس یا دې ته ورته څېزونو د خوړلو عادت د زړه د حملې او فلج خطر ٪۱۲ پورې لوړوي.

له دې وړاندې هسپانیې کې ترسره شوې څېړنې ثابته کړې وه چې د الټرا پروسېس شوو خوړو عادت له وخت وړاندې مړینې خطر تر ٪۶۲ پورې لوړولی شي.

روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې دغه ډول خواړه د معدې لږه برخه نیسي او پایله کې لوږه زیاتوي، چې له همدې امله د اضافي وزن خطر زیاتوي ؛ چې د زړه د ناروغیو او له وخت وړاندې مړینې تر ټولو ستر لامل بلل کېږي.

له دې یوه اوونۍ وړاندې یوې بلې څېړنې کې ویل شوي و ، چې د خوړو د ناوړه عادتونو او سرطان ترمنځ ژورې اړیکې موندل شوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */