افغانستان

«تېره میاشت ۲۰۰ ملکي وګړي وژل شوي وو»

د ملکي وګړو د خوندیتوب د څار ډله وايي، تېره مې میاشت په افغانستان کې ۲۰۰ ملکي وګړي وژل شوي وو.

«سي.پي.اې.جي» په خپل میاشتني راپور کې ویلي وو، د اپرېل په پرتله په مې کې د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې نږدې دوه برابره زیاتوالی راغلی و.

دې ډلې په دغه راپور کې، چې د یکشنبې په ورځ ( غبرګولي ۱۲ مه) یې خپور کړی ویلي، چې د تېرې میلادي میاشتې په ملکي تلفاتو کې ډیر شمېر ماشومان هم شامل وو.

دا ډله وايي، په تېره میاشت کې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې ۵۲۹ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده، چې ۱۸۹ تنه پکې وژل شوي او ۳۴۰ تنه ټپیان شوي وو.

د دې ډلې مشر عزیزاحمد تسل وايي، تېره میاشت ۳۴ ماشومان وژل شوي وو او ۳۸ ټپیان شوي وو.

دی وايي، په تېره میاشت کې یې د ۱۴ مېرمنو د وژل کېدو او ۱۱ د ټپي کېدو پېښې یې هم ثبت کړي، چې له بده مرغه دغه شمېره پخوا بېخي کمه وه.

د تسل په خبره، ډېره مرګ ژوبله د حکومت له لوري په هوايي بمباریو، چاپو او شپنیو بریدونو کې اوښتې ده او پاتې مرګ‌ژوبله د ماین چاودنو، بریدونو او هدفي وژنو کې ملکي وګړو ته اوښتې ده.

د ملکي وګړو د خوندیتوب ډله هره میاشت د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېرې خپروي، چې هره میاشت د بلې په پرتله د ملکي وګړو په مرګ‌ژوبله کې زیاتوالی راغلی وي.

%d bloggers like this: