افغانستان

ننګرهار کې اورلګېدنې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

نن سهار د جلال اباد ښار اړوند په پنځمه امنیتي حوزه کې د اور لګیدنې له امله ۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، اور د بایسیکل پلورنې په یوه مارکېټ د برېښنا د شارټۍ له امله لګېدلی و، چې د اور وژنې ډلې پر وخت سیمې ته رسېدلي نه وې، چې له امله یې ډېر زیان اوښتی دی.

دی وايي،  اورلګېدنه چې د مارکېټ په درېیم پوړ کې رامنځته شوې وه، له امله یې درې نیم میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتی، خو د شااوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی شوی.

د دې اورلګېدنې له امله خلکو ته ځاني زیانونه نه دي اوښتي، خو په ګدامونو کې د بایسیکل پلورنې ټول وسایل د اور خوراک شوي دي.

%d bloggers like this: