افغانستان

په عدلي ارګانو د عبدالله نیوکې،حقوقپوهان وایي فساد لکه چې اوج ته رسیدلی

وروسته له هغه چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر غني د پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي د وروستیو ادعاوو د څیړلو قضیه لویې څارنوالۍ ته سپارلې، د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري په عدلي او قضایي ارګانونو کې د فساد خبر ورکړل شوی.

ډاکټر عبدالله ویلي چې ولسمشر غني د حبیب الله احمدزي د ارګ په اړه د وروستیو ادعاوو څیړنه لویې څارنوالۍ ته سپارلې چې په وینا یې لویه څارنوالۍ د رشوت خورو مرکز دی.

ډاکټر عبدالله چې تیره ورځ یې یوې غونډې ته وینا کوله زیاته کړې، په عدلي او قضایي ارګانونو کې پراخ فساد وجود لري او په خبره یې د رشوت خورو منګلو ته د یوې قضیې سپارل حللاره نه ده.

ډاکټر عبدالله دا خبرې وروسته له هغه کوي چې په دې قضیه کې دخیل اړخ حبیب الله احمدزي هم د عدلي او قضایي ارګانونو په اړه ورته ادعا کړې وه او ویلي یې وو چې له لویې څارنوالۍ ولسمشر غني خپل دفتر جوړ کړی.

د فساد په اړه د اجرائیه رئیس څرګندونو د حقوقپوهانو اندېښنې راولاړې کړي او وایي چې فساد لکه چې اوج ته رسیدلی دی.

د حقوقپوهانو د ټولنې یوه غړي له سپوږمۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي، ښکاره خبره ده چې په عدلي او قضایي ارګانونو کې فساد شته خو د اجرائیه رئیس لخوا یې په اړه داسې خبرې کول یقیناً هم د اندېښنې وړ دي او د دې ښکارندویي کوي چې فساد رښتیا هم اوج ته رسیدلی.

دا خبرې وروسته له هغه راپورته کیږي چې د ولسمشر غني یوه پخواني سلاکار ادعا وکړه چې په ارګ کې فحشا ته کار روان دی.

%d bloggers like this:
/* ]]> */