افغانستان نظر او تحلیل

د مسکو دویمه غونډه او حکومت

عبدالحی قانت

د “تروریزم” پر خلاف د امریکا روانې جګړې کې دا دی د افغانستان یو نسل ځوان شو. په جګړې کې دې لوی شوي نسل د افغانستان په اړه د تعمیر خوبونه نه دا چې، هېر کړي بلکې د امید واګې یې هم پریښي. ددې یو روڼ مثال دا دی چې پدې وروستیو کې په زرګونو ځوانان د سر په قیمت غواړي له وطن څخه په قاچاقي لارو اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي. بل اړخ ته د څه مودې راهیسې د سولې بحث ګرم شوی چې د وطن ځوان نسل ته د امید د یو څرک حیثیت لري. خو بیا هم مونږ خدای له هغې مشرانو بې برخې کړي یو کوم چې د ملت لپاره د معنوی پلارانو حیثیت لري او د اړتیا پر وخت ملت پر هغوی د سر ورکولو څخه هم دریغ نه کوي.

د سولې په روان بحث کې، دا چې یو طرف ته د امید احساس تازه کیږي بل اړخ ته ډیر داسې تشویشونه هم وجود لري چې احساس کیږي ددې جنګ د پای ورځ زمونږ د نسل د قسمت برخه نه وي. د سولې د روان روند منفي اړخ دا دی چې سیاسي طرفونه د سولې څخه د خپلو سیاسي پواینټونو جوړولو، ځینې د واک د ساتلو او نړیوال لوبغاړي د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي.
له ۲۰۰۱ څخه راپدیخوا چې په کومه ورځ د امریکا پوځ د افغانستان په خاوره ښکته شوی له هغې ورځې د سیمې د هیوادونو تشویش دا دی چې د جیو پولیتیک سیاستونو له مخه د افغانستان پر خاوره د امریکا شتون دوی لپاره له یو خطر هم خالی نه دی. ددې له امله د منطق غوښتنه ده چې د سیمې هیوادونه د خپلې دفاع په خاطر د خپل داخلي امنیت ساتلو لپاره خپلې ستراتیژۍ جوړې کړې. ځینو یې د خپل امنیت لپاره په زرګونو بې ګناه افغانان هم ووژل خو دا یې پرې نه ښودل چې امریکا په افغانستان کې کومه غټه لاسته راوړنه ولري. د افغانستان د قضیې ښکیلو هیوادونو دا په پټ او ښکاره ډول وویل چې تر څو امریکا په افغانستان کې وجود ولري دوی به د افغانستان په اړه خپلې پالیسۍ ته تغیر ورنکړي.

دا چې د وخت به تیریدلو سره امریکا ته دا ښکاره شوه چې د افغانستان د جنګ په اړه ددوی حساب ډير سم نه وو او په ۱۸ کالو کې یې هغه څه لاسته رانه وړل کوم چې دوی ورته فکر کړی وو. په ۱۸ کاله پرله پسې جګړه کې امریکایان حتی پر دې ونه توانیدل چې د جکومت انتخاباتي سستم جوړ کړي تر څو د یوې دیموکراتیکې لارې حکومت جوړ شي. د دیموکراسۍ نورې لاسته راوړنې خو یې بیخي په نشت حساب دي.

دا چې ټرمپ په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې پر دې ټینګار کاوه چې هر کله دې قدرت تر لاسه کړي، د جګړې میدان به راټولوي او د امریکا پوځیان به خپلو کورونو ته راستنوی. تېر کال د همدې وعدې د عملي کولو په اساس ترمپ د سوريې او افغانستان څخه د پوځ د ویستلو څرګندونې وکړې، چې د افغانستان په داخل کې ډیرو ته د تشویش او ځینو د خوښۍ زېری ثابت شو. اوس مهال په دوو جهتونو کې د سولې خبرې جریان لري چې ځان سره ښه زیري لري. یو یې د قطر او بل د مسکو غونډې دي.
د مسکو دویمه غونډه چې څه موده وړاندې په مسکو کې وشوه د افغان حکومت سیاسی مخالفینو او د طالبانو یو پلاوي پکې شرکت کاوه. دا غونډه لکه د تېر په شان ددې لپاره چې طالبانو او هغو خلکو تر منځ چې تېره اوږده موده یې سره جګړې کړي، یو ډير ښه پیل وو خو د تشویش خبره پکې دا ده چې ولې د حکومت مسؤلین په دې غونډو کې وجود نه لري او د ډیپلوماتیک او سیاسی لحاظه تر کومه دا منطقي ده چې د حکومت د نه شتون په وخت کې د افغانستان مخالف سیاسی جهتونه په داسې غونډو کې شرکت وکړي.

سوله او د حکومت مشکلات
اولنې مشکل د حکومت له اړخه د سولې په اړه دا دی چې ولسمشر محمد اشرف غني د قیادت هغه خاصیتونه نه لري کوم چې داسې مشکلو وختونو کې د ملت تر ټولو مهمه اړتیا وي. دا داسې تشه ده چې اهمیت یې د سولې او هیواد نورو قضیو کې ډیره رغنده ده. ولسمشر چې کله د قدرت پر چوکۍ کښیناست، اولنۍ تېروتنه یې دا وکړه چې هغه خلکو چې دا یې د قدرت تر ماڼۍ راورساوه، هغوی یې له ځانه لرې کړل او له ځانه یې د هغوی په مقابل کې ډير بې تجربې ځوانان راټول کړل چې د چارو وړتیاوې یې نه درلودلې. له هغې ور آخوا فکر دا کیده چې شاید ولسمشر به مخالفو سیاسي ډلو سره په ډیره بالغه توګه د تفاهم سیاست پیل کړی او د یو ملي اجماع جوړیدلو لپاره به لاره هواره کړي کوم چې بیا د افغانستان د سولې او نورو مشکلاتو د حل لپاره یو اساسي ګام وو. داسې ونشول، ولسمشر خپلو سیاسي مخالفینو سره هم ناندرۍ پیل کړې، نتیجه یې دا شوه چې ولسمشر په سپین میدان پاته شو. او هغه مسایل چې هغې کې ملي اجماع ته اړتیا ده، حل یې د ولسمشر له لاسه وتلی.

دوهمه تیروتنه دا ده چې اشرف غني د سولې په روند کې په خپل قدرت ولاړ دی او نه غواړي چې دده چوکۍ د سولې په مقابل کې لږ هم وښوري. دا د اشرف غني هغه آیډل نظر دی چې شاید دی پرې د سولې په مخالفت هم محکوم شي ځکه دا معلومه ده چې دا ممکنه نه ده چې هم سړی غازي له جنګه راشي هم شهید. سوله که د قدرت په چوکیو ناستو څخه یو څه قرباني غواړي هغه به دا وي چې دوی د قدرت پر چوکۍ یو څه سست شي او د مخالفینو راتګ ته لاره هواره کړي تر څو د یوې دیموکراتیکې لارې مسایل حل و فصل شي.

دریمه مهمه مسئله دا چې ولې د روسیې د سولې په روند کې حکومت رغنده رول نه لري دا ده چې د ۲۰۰۱ څخه د حامد کرزي د حکومت تر پایه حامد کرزي روسیې سره ډیرې ښې اړیکې جوړې کړې وې چې په نتیجه کې یې د امریکا او روسیې په منځ کې هم د افغانتستان د قضیې په اړه څه تفاهم رامنځ ته شوی وو خو ولسمشر دا چې امریکا ته ډیر اخلاص ثابت کړي روسیې سره اړیکې سستې کړې او هغه انډول چې باید ساتل شوی وی، ونه ساته. او همدا وجه ده چې پر ولسمشر اشرف غني د روسیې د حکومت هغه باور نشته کوم یې چې د کرزي په وخت کې وو.له همدې لامله اوس روسیه د خپلې دفاع لپاره دا منطق لري چې د جکومت مسلحو او سیاسي مخالفینو سره اړیکې جوړې کړي تر څو د افغانستان په قضیه کې یې قیضه له لاسه ونه وځي.

د افغانستان حکومت ددې پر ځای چې د افغانستان د ولس په نماینده ګۍ او د ولس د ګټو لپاره خپل سیاست ترسیم کړي، په ډیرې خواشینۍ منطقه کې د امریکا د سیاستونو د کامیابولو لپاره ډپلوماسي وکړه. ددې نتیجه دا شوله چې ولسمشر په ولس کې خپل اعتماد وبایله او هم یې د سولې لپاره ځان ته ټولې دروازې بندې کړې.

سرچینه: اصلاح انلاین

%d bloggers like this: