افغانستان

‏نبیل: اشرف غني باید پر ډیورند کرښه د سیم تیرولو په هکله خپل دریځ روښانه کړي

رحمت الله نبیل

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند او د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل نن په یوه خبري ناسته کې پر اشرف غني اود هغه د ټیم پر کړنو توندې نیوکې وکړې او په بیلابیلو برخو کې یې له هغوی نه د سپیناوي غوښتنه وکړه.

نبیل وویل ، اسناد لري  ځینې هغه نوماندان چې اوسمهال په حکومت کې دي ۴۰ انتخاباتي دفترونه د دولت له بودیجې تمویلوي.

نوموړي د اشرف غني له خوا وروستۍ ۹۵ سلنه ګمارنې کمپایني وبللې او دغه راز یې تور ولګاوو چې د حکومتي مشرانو لخوا د میلیوني پروژو قراردادونه یوې خاصې کړۍ ته د انتخاباتي کمپاین د ترسره کیدو په ژمنو ورکول شوي دي.

هغه سعودي ته د اشرف غني او پاکستان ته د هغه د سلاکار‍ “حمدالله محب” وروستي سفرونه کمپایني وبلل او ټینګار یې وکړ چې جمهور رئیس د یوه کاندید په توګه نه د بهرنیو او نه هم په کور دننه د سفرونو حق لري ، چې په وینا یې د دغو سفرونو سپیناوی هم باید وشي.

نبیل له پاکستان سره د ډیورند پر کرښه د پردې تر شا له معاملې خبر ورکړ او په پوښتونکې بڼه یې وویل چې که پر ډیورند معامله نه وي شوې ،نو ولې اشرف غني د اغزن سیم تیریدو په تړاو چوپتیا غوره کړې؟.

نوموړي یوځل بیا ټینګار وکړ چې تر جوزا وروسته د اشرف غني فعالیت هیڅ جواز نه لري او سترې محکمې تر خپل قانوني حق پورته نا قانونه پریکړه کړې ده.

نوموړی چې د طالبانو تر ټولو سخته مخالفه څیره بلل کیږي، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو هم اندیښنه وښووده او زیاته یې کړه چې د امریکاخبرې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په مانا دي چې دی یې سخت مخالف دی

Tags
%d bloggers like this:
/* ]]> */