افغانستان

ویسا:د طالب مشر اختریز پیغام هر اړخیز او هیښوونکی ؤ

له کابل نه خپریدونکې ورځپاڼې ویسا په خپله ننۍ ګڼه کې د طالب مشر شیخ هبةالله اخندزاده له خوا ولس ته د خپاره شوي اختریز پیغام محتوا ته کتنه کړې چې په وینا یې له مهمو او ارزښتمنو توکو ډک وو.

ورځپاڼه وایي، واقعیت دا دی چې د ملا هبت الله له پیغام نه ښکاري چې طالبان پر ډېرو مسایلو پوهیدلي دي او د ځینو خاصو مانورو او فعالیتو پر پایلو او معنا پوهېږي.

ورځپاڼه د ساري په توګه د امریکا سیاستونو ته اشاره کوي چې دوی په څه ډول په یوه هېواد کې قومونه او بېلا بېل لوري پخپلو کې سره ښکېل کوي.

«یو تریخ حقیقت دا دی چې په بن کې د افغانستان د نوي نظام بنسټ د قوم او سمت د حقوقو پر بنسټ کېښودل شو، موخه د قومونو تر منځ د امتیازاتو توازن نه ؤ بلکې دا ؤ چې د هر قوم په نوم یو شمېر مزدورې څېرې د قومي ټیکه دارانو په نوم راپورته شي او بیا په همدې نامه د قومونو تر منځ په وړه او لویه مساله کې لانجې وي چې ملي برخلیک او په ټوله کې د هېواد د برخلیک خبره به له ټولو هېره وي، ښه ساری یې زموږ د نوې په درغلیو راغلې ولسي جرګې حالت دی چې له ۱۴ ورځو ناندریو وروسته هم په کې د رییس د ټاکلو ستونزه هماغسې پاتې ده.»

ویسا د طالب مشر د پیغام له مهمو ټکو یو دا بولي چې تر څو بهرني پوځونه له افغانستانه و نه وزي د اوربند او جګړې پایته رسولو تصمیم نه لري او جګړې ته به دوام ورکوي.

دغه راز د نوموړي په دې پیغام کې د کابل حکومت او امریکا قومي تعصب ته په لمن وهلو تورن شوي او دا تور پرې پورې کوي چې غواړي نورې وسلوالې ډلې پیاوړې کړي، ښایي اشاره یې داعش ته وي چې په دې وروستیو کې یې بیا په ځینو ولایتونو کې فعالیتونه چټک شوي دي.

ورځپاڼه وایي چې د دې پیغام یو بل مهم ټکی دا دی چې د کابل حکومت یې د بین الافغاني غونډو پر تخریب تورن کړی دی چې د مسکو د وروستۍ غونډې یادونه یې هم کړې ده.

خو د مقالې لیکوال د دې ټولو ستونزو د منلو تر څنګ خپله طالب مشر ته په خطاب کې څرګنده کړې چې،

«که تاسو پوهېږﺉ چې امریکا او د کابل حکومت قومي تعصب ته لمن وهي، تاسو باید ددې په مقابل کې د ملي یووالي د پیاوړتیا لاره غوره کړﺉ. که حکومت د بین الافغاني تفاهم په مخه کې خنډ وي تاسو ورته زمینه برابره کړﺉ او که د مسکو د غونډې په څېر فرصت برابرېږي باید ورته لبیک ووایئ.

ستونزه به هغه وخت څو برابر لویه شي چې هر لوری ورته اجنډا ولري او په ټوله کې ټول لوري د پردیو په خدمت کې شي»

د ورځپاڼې په باور په حکومت کې د ولسمشر په شمول ډېرې کړۍ دي چې د د پردیو اجنډاوې پلې کوي او د ملي یووالي روحیې پر خلاف عمل کوي؛ د سولې په نامه هېڅ پروګرام نه لري او ټولې هڅې یې په همدې ور ټولې دي چې څنګه وکولای شي همدغه شړېدلی او بدنام واک تر پینځو نورو کلونو پورې اوږد کړي

%d bloggers like this:
/* ]]> */