لوبې

بنگله‌دېش د سویلي افریقا په وړاندې ۳۳۰ منډې جوړې کړې

همدا اوس د نړیوال جام پنځمه لوبه د سویلي افریقا او بنگله‌دېش ترمنځ روانه ده. دغې لوبې کې بنگله‌دېش پیاوړې توپ وهنې پایله کې سویلي افریقا ته د ۳۳۱ منډو هدف وټاکه.

د لوبې پچه سویلي افریقا وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

بنگله‌دېش لپاره تمیم اقبال او سومیا سرکار توپ وهنه پیل کړه او چټکه ملگرتیا په جوړولو بریالي شول خو دغه ملگرتیا د تمیم اقبال سوځېدو سره پای ته ورسېده او له ځنډ پرته دوهمه وېکېټه يي هم له لاسه ورکړه.

دوه مهمې وېکېټې له لاسه ورکولو څخه وروسته د شکېب الحسن او مشفق الرحیم پیاوړې توپ وهنه او اوږده او چټکه ملگرتیا بنگله‌دېش سره د غوره او اوچت هدف ټاکلو کې د پام وړ مرسته وکړه.

د لوبې وروستیو اورونو کې د محمود الله او مصدق حسین غوره توپ وهنه او ملگرتیا له ۳۰۰ څخه د لوړ هدف ټاکل یقیني کړه او د سویلي افریقا پیاوړې توپ اچونې په وړاندې يي چټکه او غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

بنگله‌دېش ټاکل شوو پنځو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ځانگړې ډول د شکېب الحسن او مشفق الرحیم پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۳۳۰ منډې جوړې کړې او سویلي افریقا ته يي د ۳۳۱ منډو ستر هدف وټاکه.

بنگله‌دېش لپاره مشفق الرحیم په ۸۰ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۷۸ او شکېب الحسن په ۸۴ توپونو د اتو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۵ منډو جوړولو سره پیاوړې او بریالۍ توپ اچونه وکړه.

تمیم اقبال په ۲۹ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۶، سومیا سرکار په ۳۰ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۴۲، محمد مېتون په ۲۱ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۲۱، مصدق حسین په ۲۰ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۶، محمودالله په ۳۳ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۶ او مهدي حسن په ۳ توپونو د یوې څلوریزې په مرسته ۵ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره فېلوکوایو، کرېس مورېس او عمران طاهر دوه دوه وېکېټې واخیستې.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this:
/* ]]> */