خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د کابل پوهنتون لیلیه محصلینو او د خوشال خان او رحمان بابا لېسو زده کوونکو سره د اختر مبارکي وکړه

د ارګ خبرپاڼه

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د کابل پوهنتون دلیلیو  له محصلینو او د خوشال خان او رحمان بابا لېسو له متعلمینو سره لیدنه او اختر مبارکي وکړه.

په دغه کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې مدثر موسی زي د یادو لېسو د متعلمینو په استازیتوب وویل، له جمهوررئیس څخه مننه چې موږ یې دلته خپل حضور ته راوبللو او د اختر په دې شپو او ورځو کې مو له خپلو کورنیو څخه لېری والی احساس نه کړ.

هغه په یادو ښوونځیو کې د مثبتو تغییراتو په اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کړنو مننه وکړه او وې ویل، موږ باید یو پوهنتون هم ولرو، دغه راز دې د دې لېسو فارغانو ته تحصیلي بورسونه هم ورکړل شي.

وروسته اغلې تمنا د کابل پوهنتون لیلیه محصلینو په استازیتوب خبرې وکړې، جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن ته د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ یې د افغان دولت له سوله ییزو هڅو خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

جمهوررئیس غني د کابل پوهنتون لیلیه محصلینو او د خوشال خان او رحمان بابا لېسو متعلمینو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل، د افغانستان راتلونکي ستاسې پر پیاوړو مټو بدلېدای شي.

هغه زیاته کړه، تاسې د افغانستان د نوي نسل ویاړ یاست چې مدیریت او زعامت اخېستو ته چمتو یئ او تاسې ځوانانو د سولې په مشورتي لویه جرګه کې خپله پیاوړتیا وښوده.

جمهوررئیس وویل، افغان مېرمن بل چاته اړتیا نه لري چې ترې استازولي وکړي، هر ځل چې د یوې مېرمنې وضعیت تغییر کوي په ټولنه کې تغییرات منځته راځي.

جمهوررئیس غني دوی ته په خطاب کې وویل، زه غواړم ستاسې ښوونځي، نمونه یي ښوونځي شي او د افغانستان د راتلونکي رهبرۍ په ایجاد کې رول ولوبوي.

جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، لیلیو او ښوونځیو ته باید پاملرنه وشي، ځکه په دې کار سره په افغانستان کې ملي یووالی، پرمختګ، هوساینې او سولې ته توجه کېږي.

جمهوررئیس محمداشرف غني له یادو محصلینو او متعلمینو څخه وغوښتل چې افغانستان لا زیات وپېژني، خپل تاریخي هویت ته پاملرنه وکړي او له وطن سره مینه ولري، ځکه زموږ د ټولو عزت د افغانستان ارتقا ده او نشو کولای فردي عزت له باعزته افغانستان پرته ولرو.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: