خبرپاڼې

د هېواد جمهور رئیس علمای کرامو سره د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوررئیس جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د علمای کرامو  سره وکتل او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورسره وکړه.

په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه په پیل کې پیرمحمدروحاني او شیخ خدابخش محسني د هېواد د علماو په استازیتوب خبرې وکړې، جمهوررئیس او د افغانستان ملت ته یې د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ د علماو د هدفي وژنو په اړه یې خپلې اندېښنې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

وروسته جمهوررئیس غني د هېواد علماو ته د مولوي سمیع الله ریحان او مولوي شبيراحمدکامه وال د شهادت په خاطر د خواخوږۍ ترڅنګ د  نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د مبارکې روژې په ۲۷مه د کعبې شریف زیارت ته ولاړم او هلته مې په هېواد کې د سولې، هوساینې او سرتاسري امنیت په خاطر دعا وکړه. هغه څرګنده کړه، د هیواد د علماو د امنیت د ټینګښت لپاره یې لازمې لارښوونې کړي دي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، موږ د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې په درشل کې قرار لرو او اړتیا ده چې د اقتصادي خپلواکۍ ترڅنګ فکري خپلواکي هم ترلاسه کړو. هغه زیاته کړه، زموږ اصلي هویت اسلام او افغانیت دی او باید په اسلامي فکر ملبس واوسو چې دا کار د جومات او ښوونځي تر منځ د واټن پر لمنځه وړلو ممکن دی.

جمهوررئیس غني وویل، د افغانستان د علماو د متفقه فتوا له برکته، نن ټوله اسلامي نړۍ د افغانستان د برحقې داعیې ملاتړ کوي. هغه زیاته کړه، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې افغان ملت د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام لپاره واضح  لار نقشه وړاندې کړه.

دغه راز د هېواد جمهوررئیس وویل، په نږدې راتلونکي کې به د بالاحصار تاریخي جومات د جوړولو په خاطر چې د تېرو تحولاتو په لړ کې تخریب شوی وو، عملي اقدام وشي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: