خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د هېواد له ورزشکارانو سره د اختر مبارکي وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوررئیس جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار له ورزشکارانو او د ورزش په برخه کې مډال راوړونکوسره وکتل او د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي یې ورسره وکړه.

په دغه کتنه کې چې د یو شمېر هېوادونو مسوولینو او سفیرانو حضور درلود، په پیل کې  د هېواد جمهوررئیس  د افغانستان خلکو ته د ورزشکارانو د لاسته راوړنو مبارکي وویله او د ورزش د ودې لپاره یې دحکومت برنامې ورسره شریکې کړې.

وروسته جمهوررئیس غني په ارګ کې له ورزشکارانو سره یو ځای وګرځېد او د ارګ د بېلابېلو ماڼیو او تاریخي ځایونو په اړه یې معلومات ورکړل. دغه راز ورزشکارانو د هېواد د جمهوررئیس په حضور کې ورزشي حرکات هم ترسره کړل.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */