نړۍ

ټرمپ د ایران په اړه: د خبرو ملاتړی یم، خو د جګړې احتمال هم شته دی

ټرمپ د ایران په اړه: د خبرو ملاتړی یم، خو د جګړې احتمال هم شته دی

ټرمپ وايي له ایران سره خبرو ته لومړیتوب ورکوي، خو د جګړې احتمال هم شته دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په برېتانیا کې له یوه تلویزیوني چینل سره په تازه مرکه کې ویلي، دی چې کله واک ته ورسېد، نو ایران په پوره ځواک د ترهګرو ډلو ملاتړ کاوه او مخ پر وده و. دده په خبره د ایران د خصمانه کړنو مخنیوی په کار و او لا هم ایران نړیوال امنیت ته یو ګواښ دی. هغه ټینګار کړی چې له ایران سره د خبرو ملاتړی دی خو د جګړې او نظامي ګام احتمال هم موجود دی. ایران بیا په ځلونو له ټرمپ سره خبرې کول رد کړي او ټینګار کوي چې ایرانی پوځ د خپل ځان دفاع ته تیار دی.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: