نړۍ

د پاکستان پوځ خپله مالي بودیجه کموي

د پاکستان پوځ خپله مالي بودیجه کموي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هېواد د پوځ د دې پرېکړې هرکلی کوي چې وايي پخپله خوښه د راتلونکي مالي کال بودیجه کې کموي. ویل کېږي چې د پاکستان د تېر مالي کال کې بودیجه کې د دفاع لپاره ۱۱ سوه میلیارد روپۍ ځانګړې شوې وې. عمران خان خپل ټوېټر کې لیکلي چې د پوځ د بودیجې کمېدو سره سپما شوې پیسې به له پښتونخوا سره د یو ځای شوو قبایلي سیمو او بلوچستان پر پرمختیايي چارو ولګول شي. له دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور هم پر ټوېټر دا خبره کړې وه چې پوځ خپله بودیجه کموي. د پاکستان حکومت ویلي چې د هېواد د پرمختګ لپاره به د پوځ په لګښتونو کې له پوره احتیاط کار اخلي او په دې لړ کې ښایي داسې پرېکړې هم وشي چې خورا سختې وي.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: