افغانستان

ناټو: تر ۲۰۲۰ م کال وروسته هم له افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوو

ناټو او متحدین یې ادعا کوي چې، تر ۲۰۲۰ م کال وروسته به هم د افغانستان د کشالې د حل او یوې پایدارې سولې ته د رسېدو په موخه له افغان امنیتي ځواکونو خپل مالي ملاتړ ته ژمن پاتې کېږي.

دغه څرګندونې د ناټو سرمنشي «ینس سټولتنبرګ» د ګډ حکومت د ماليې وزارت د سرپرست وزیر محمد همایون قیومي، د دفاع وزارت د مرستیا ل عبدالحي رووف، په کابل کې د کاناډا د سفیر او یو شمېر نورو چارواکو په موجودیت کې وکړې.

ینس وویل « د چیکاګو د ۲۰۱۲ کال په ناسته کې نړیوالې ټولنې له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۴ م کال پورې  خپل مالي ملاتړ له افغان امنیتي ځواکونو اعلان کړ چې وروسته دا موده تر ۲۰۱۶ پورې وغځېده او د ۲۰۱۶ م کال په ناسته کې نړیوالو مرسته کوونکو دا وخت تر ۲۰۲۰ پورې وغځاوه.

ینس زیاته کړه؛ تېر کال نړیوالو متحدینو ژمنه وکړه چې له ۲۰۲۰ څخه وروسته به هم تر ۲۰۲۴ پورې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ کوي.

د ینس په خبره؛ په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو له ملاتړ پرته نشو کولای بحران ته د پای ټکی کېږدو او یوې داسې سولې ته ورسېږو چې ټولو ته د منلو وړ او پایداره وي نو له همدې کبله اراده لرو څو د روان کال تر نیمايي پوري ۲.۸ میلیارد ډالر مرسته افغان امنیتي ځواکونو ته راټوله کړو.

په افغانستان کې ناټو او متحدین یې داسې مهال له دولتي عسکرو څخه د خپل مالي ملاتړ موده غځوي چې، د امریکا متحده ایالات له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستلو ته لارې لټوي.

د شنونکو په باور؛ که چېرې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووزي یاد هیواد به له افغان امنیتي ځواکونو خپل مالي ملاتړ راکم کړي چې پایله به یې د بهرنیو ځواکونو په مرستو د ولاړ حکومت په سقوط تمامه شي.

%d bloggers like this: