افغانستان

د سولې ولسي حرکت: وسلوالو د دوی ۲۰ نور ملګري هم بېولي

 

د سولې د ولسي  حرکت غړي وايي: د دوی د نورو غړيو برخليک لا معلوم نه و، چې وسلوالو يې ۲۰ تنه نور هم بيولي دي.

ددغه حرکت غړی پاچا خان مولاداد رسنيو ته وویل: ياد غړي د دوشنبې په ورځ مازديګر د خپلو نورو ملګرو په انتظار و، چې د دوی په خبره طالبانو ئې د بېلابېلو ولایتونو ۱۵ ــ ۲۰ کسان مهال نامعلوم ځای ته يوړل.

مولاداد زياته کړه: بېول شوي کسان د حرکت مخکښ غړي وو، چې د طالبانو تر واک لاندې سيمې ته د سولې غږ رسولو لپاره تللي وو.

نوموړی وايي، چې که طالبانو په هر هدف د دوی ملګري بيولي دي؛ خو د طالبانو مشران دې ورسره وګوري.

د ده په خبره: دوی د پنجشنبې په ورځ له لښکرګاه ښار نه ووتل او پر نادعلي ولسوالۍ لومړی ګرشک او بيا موسی کلا (هغه ولسوالۍ کې کلونه کيږي او د طالبانو په لاس کې ده) پر لور روان شول، په په دې ولوسوالۍ کې تر شاوخوا ۱۰ کیلو ميټر مزل وروسته د يکشنبې په ورځ مازدیګر د نوزاد رود په سیمه کې يې ۴ تنه طالبانو په دې پلمه بوتلل، چې د هغویو له مشرانو سره خبرې وکړي.

د دوی د ۴ تنو له بېولو وروسته طالبان وياند ذبیح الله  مجاهد نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته وویل، چې مونږ دوی ته اجازه نه ورکوو څو زمونږ تر واک لاندې سیمې  ته ننوزي؛ ځکه چې دا غورځنګ د افغانستان د استخباراتو او په کابل کې د امريکا سفارت په مستقيمه لارښوونه کار کوي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */