خبرپاڼې

جمهور رئیس غني د پل خشتي تاریخي جومات د بیارغاولو بهیر څخه لیدنه وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوررئیس جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د پل خشتي تاریخي جومات د بیارغاولو بهیر څخه لیدنه وکړه.

په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لرغونو اثارو د ترمیم رئیس انجینر فرهاد بیات د پل خشتي جومات د بېلابېلو برخو د ترمیم په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، د دې جومات ۷۵ سلنه کار تکمیل شوی او تر راتلونکو څلورو میاشتو به یې اساسي کار بشپړ شي.

انجینر بیات د پل خشتي جومات اساسي ستونزه د زېربنا نشتوالی وباله او وې ویل، د دې ستونزې د حل په خاطر د هوا سړولو او ګرمولو، غږ، رڼا او د جومات د داخلي هوا او فاضلابو د تصفیې سیستمونه برابر او نصب شوی دي. هغه زیاته کړه، د جومات ټوله فلزکاري، چوب کاري او د ډبرو فرش د هغې د تاریخي ارزښت په ساتنې سره په اساسي ډول ترمیم شوی دي.

دغه راز د حج او اوقافو وزارت سرپرست عبدالحکیم منیب او د پل خشتي جومات خطیب مولوي عنایت الله بلیغ هم خبرې وکړې او په ټول هیواد کې د جوماتونو ترمیم ته د هیواد د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، له ترمیم وروسته د دې جومات حفظ او مراقب ته پاملرنه اساسي اړتیا ده.

جمهوررئیس غني د پل خشتي جومات د ترمیم لپاره د موظف ټیم د زیارګاللو مننه وکړه او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ته یې لارښوونه وکړه چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د لرغونو اثارو د ترمیم رئیس انجینر فرهاد بیات او د لومړۍ امنیتي حوزې امر سمونوال بریالي بشریار ته د دویمې درجې تقدیرنامې د ورکړې زمینه برابره کړي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د ویاړ ځای دی چې د جوماتونو د جوړولو او ترمیم په سلسله کې نن د پل خشتي تاریخي جومات د بیارغاولو شاهد یوو. هغه زیاته کړه، څرنګه چې د افغانستان نظام اسلامي جمهوریت دی، نو د هر جمهوررئیس شرعي مسوولیت جوړېږي چې د جوماتونو جوړولو، ترمیم او ساتنې ته پاملرنه وکړي.

دغه راز جمهوررئیس غني د حج او اوقافو وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د پل خشتي جومات د حفظ او مراقبت په خاطر دې د مسلکي کارکوونکو د استخدام لپاره د دې جومات له خطیب او انجینرانو سره پر واضح پېشنهاد کار وکړي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */