خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د کابل ماشین خانې د بیارغاونې چارو څخه لیدنه وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د کابل ماشین خانې د بیا رغاونې چارې له نږدې ولیدلې.

د دغې لیدنې پرمهال یو شمېر حکومتي مسوولینو او د اغاخان بنسټ استازي د جمهوررئیس ملتیا کوله، د هیواد جمهوررئیس د ماشین خانې د تاریخ په اړه معلومات ورکړل وې ویل: نن کابلیانو ته زېری ورکوم چې زموږ د هیواد دغه مهمه تاریخي سیمه د هغې د مهندسۍ او تاریخي ارزښت په خوندیتوب سره رغاول کېږي.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د دې ساحې لومړی نوم علم ګنج باغ و او په کابل کې د تفریح لوی ځای و.

محمد اشرف غني له اغاخان بنسټ او المان هیواد څخه د کابل ماشین خانې د بیا احیا د تمویل له امله مننه وکړه او وې ویل، له دوه کالو څخه په کمه موده کې به د کابل خلک د دې شاهدان وي چې کابل ښار دوباره په یوه تفریح ځای بدل شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، په دې ساحه کې د فرهنګي فعالیتونو، کنفرانسونو، کتاب پلورلو، فرهنګي ناستو او تیاتر برخې او همدارنګه د صنعتکارو او متشبثو مېرمنو د تولیداتو لپاره مارکېټ او دوامدار نندارتون جوړېږي او په یوه منظمه ساحه او عایداتي منبع به بدله شي.

 جمهوررئیس غني د کابل ښار د انکشافي برنامو په اړه وویل، د نړۍ د ښاري پلان جوړولو له یوې مشهورې کمپنۍ سره له درې کاله کار وروسته د کابل ښار د انکشاف پلان په شپږ  جلدو کې برابر شوی دی. هغه زیاته کړه، دا پلان به ګام پرګام عملي شي او کابل ښار د سیمې له بهترینو ښارونو څخه یو ښار او تاریخي پلازمېنه شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */