خبرپاڼې

د اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوکړې یا پوهنې څلی بیا رغاول کېږي

د ارګ خبرپاڼه

 

د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په لارښوونه نن د پوهنې څلي د بیارغاولو چارې پیل کړې.

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې ته لارښوونه  وکړه، یاد څلی چې د طبیعي پېښو او جنګونو له امله زیانمن شوی، بیا ورغاوي او د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کالېزې له نمانځنې مخکې یې چمتو کړي.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې څلی د هېواد د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان د زوکړې  ورځې په یاد د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ کې امانیه جامع جومات ته مخامخ په ۱۳۰۲ کال کې خلکو د نوموړي د هڅو او خدمتونو د درناوي په پار جوړ کړی او هر کال به د افغانستان د خپلواکۍ جشن د نمانځنې په مراسمو کې ورته د ګلو ګېډۍ اېښودل کېده.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: