خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسي او د سولې توافقنامې د تطبیق پر مهال داروپایې ټولنې پر رغنده رول بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې په برخه کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسئولې او ځانګړې استازې مېرمن فدریکا موګریني هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، د سولې په برخه کې به د اروپایي ټولنې رول مهم او پر تصامیمو  اغېزناک وي.

ورپسي رونالد کوبیا تلپاتې سولې او ثبات ته د افغانستان د رسېدو په خاطر د جمهوررئیس غني د هڅو قدرداني وکړه وې ویل، اروپایي ټولنه مصممه ده چې افغان حکومت سره په همغږۍ او د سولې د پلان پر بنسټ د سولې په پروسه کې خپل رول ادا کړي. هغه زیاته کړه، اروپایي ټولنه به د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په ایجادولو کې هم همکاري وکړي.

دغه راز د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې ځانګړي استازي د سولې په پروسه کې د هراړخیزې همکارۍ،  په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو،  د سولې د توافقنامې د تضمین، د جنګیالیو او د دوی د کورنیو په مجدد ادغام کې د همکارۍ، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په برخو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: