خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ پلازمېنې بېشکیک ته ورسېد

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د ګډون او وینا په موخه د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن غرمه د قرغیزستان پلازمېنې بېشکیک ته ورسېد.

په مناس ۲ بین المللي هوایي ډګر کې د قرغیزستان د لومړي وزیرمرستیال، د منځنۍ اسیا په چارو کې د یاد هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال او همدارنګه په قرغیزستان کې د افغانستان استوګن سفیرمحمدعیسی مصباح جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه. 

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: