خبرپاڼې

 جمهوررئیس غني علمای کرامو ته په خطاب کې: تاسې د نظام په پیاوړتیا کې اساسي رول لرئ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار د افغانستان د علماو سراسري شورا رئیس او غړو  سره وکتل.په دې کتنه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د هېواد شهیدانو په ځانګړي ډول د وروستیو پېښو د شهیدانو روح او دغه راز په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات د ټینګښت او جګړې د ختمېدو دعا وکړه.

مولوي صاحبزاده علماو ته د پاملرنې او د هېواد د پرمختګ او ترقۍ په برخه کې د جمهوررئیس برنامې وستایلې او وې ویل، په هېواد کې روانه جګړه داخلي او بهرني ابعاد لري او د دغې جګړې د پایته رسولو لپاره یې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د ایجاد په برخه کې د جمهوررئیس غني د هڅو ملاتړ وکړ. نوموړي د علماو شورا د پرېکړه لیک پر استناد له افغانانو وغوښتل چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي، دغه راز یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو ملي پروسه په شفاف ډول ترسره کړي.

مولوي محمد نورپادشاه صاحبزاده وویل، د افغانستان د علماو سرتاسري شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د ملي نوامیسو او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره هلې ځلې کوي، ملاتړ کوي او د دې ځواکونو قرباني ستایي. وروسته شیخ عبدالله افضلي خبرې وکړې وې ویل، دا اړتیا ایجابېږي چې د افغانستان حکومت او خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه قاطع، قوي او هراړخیز ملاتړ وکړي.

هغه زیاته کړه، د دې ویجاړونکي جګړې حل لاره، جګړه نه ده، موږ ټول باید پر یوه مېز راټول او دغه بدمرغه جګړه پایته ورسوو. په هېواد کې د سولې د برقرارۍ په خاطر نړیواله او سیمه ییزه اجماع ممده واقع کېږي او سوله باید د افغانستان د حکومت په محوریت کې وشي. نوموړي د علماو د امنیت د ټینګښت، د کورنیو تولیداتو او د هېواد د کروندګرو د محصولاتو د ملاتړ او د فراه ولایت د کروندګرو د محصولاتو د نه خرڅلاو ستونزې د حل غوښتنه وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې کورني تولیدات او محصولات مصرف کړي.

جمهوررئیس غني د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته علمای کرامو ته د ښه راغلاست او د دوی د طاعاتو او عباداتو د قبولۍ ترڅنګ دوی ته په ننګرهار ولایت کې د مولوي صفي الله د شهادت او د ایت الله محقق کابلي د مړینې په خاطر د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل. جمهوررئیس وویل، ټاکل شوې نن د شانګهای د همکاریو سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون په موخه قرغیزستان ته ولاړ شي او د دې سازمان د غړو هېوادونو له رهبرانو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د دیني علماو برحقه دریځ وستایه او وې ویل، موږ جنګ نه غواړو او تل مو د سولې غږ پورته کړی، د دې وینې تویولو مسوولیت د هغو کسانو په غاړه دی چې د سولې، د علماو د اجماع او د حرمین شریفین د خطبو برحق غږونه نه مني. د هېواد جمهوررئیس وویل، موږ سولې او خلکو ته د خدمت په برخه کې شاتګ نه کوو او د بندیانو د خلاصون په اړه مو ستاسو او د سولې مشورتي لویې جرګې غوښتنه ومنله، اکثریت خوشې شوي بندیان به د سولې سفیران شي او بیا به جنګ ته ونه ګرځي.

جمهوررئیس له علماو وغوښتل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره خپل غږ ورسوي او زیاته یې کړه، د فراه ولایت د کرنیزو محصولاتو ستونزې په اړه مې ملي تدارکاتو ادارې ته دنده سپارلې چې د دغه ولایت تولیدات د کندهار ولایت  ۲۰۵ اتل، د هلمند ولایت ۲۱۵ میوند او د هرات ولایت ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو ته وپېري.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د فقر پر لمنځه وړلو، د ارشاد حج او اوقاف وزارت علماو ته پر زیاتې پاملرنې او په ټول هېواد کې د جوماتونو پر بیارغاونېاو جوړولو او د اوبو پر مدیریت ټینګار وکړ وې ویل، د حضرت امام اعظم (رح) د شخصیت او کارنامو د نمانځنې قریب الوقوع کنفرانس لومړی ورځ به د لویېجرګې په خېمه او دویم ورځ به یې په ارګ کې جوړ شي.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this:
/* ]]> */