دیني لیکنې

که د مسلمانۍ دعوه لرې په معاملاتو کې رښتينی اوسه

په معاملاتوکې دسپيڅلتيا او ايماندارۍ ښوونه اوتعليم هم داسلام له اصولي او بنسټيزو ښوونو څخه دي، د قرآن مجيد او د رسول اللهﷺ له مبارکو احاديثو څخه معلوميږي چې اصلي مسلمان هغه دى چې په خپلو معاملاتو او کاروبار کې ريښتونې او ايماندار وي. يعنې درغلي، دهوکه، ټګي اوپه امانت کې خيانت نه کوي، په درواغو دعواګانې نه کوي او نه په درواغو شاهدي او ګواهي ورکوي. د سود او رشوت په څير له ټولو حرامو ګټو څخه ځان ساتي او په چا کې چې دغه بدۍ شتون ولري نو د قرآن مجيد او احاديثو څخه معلوميږي چې خالص مومن اواصلي مسلمان نه دى بلکه يو ډول منافق دى او د سختې درجې نافرمان اوفاسق دى.

الله تعالى دى مونږ له دغو ټولو ناروا کارونو څخه وساتي.په دې اړه چې په قرآن اوحديث کې کوم سخت تاکيدونه راغلي دي له هغو نه ځينې مونږ دلته ليکو، دقرآن مجيدمبارک آيت دى الله تعالى فرمايې:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا [النساء: ٢٩ ]
((اى مومنانو! تاسوپه ناسمه اونارواطريقه دنورومالونه مه خورئ.))

دې مبارک آيت دګټلو هغه ټولې ليارې اوطريقې دمسلمانانو لپاره حرامې کړي دي چې غلطې او باطلې دي لکه په سوداګرۍ کې ټګي، په امانت کې خيانت، جواري اوقمار، سټه، سود، رشوت او داسې نور.

بياپه نوروآيتونو کې ددې جلاجلا تفصيل هم بيان شوى دى، دبيلګې په ډول کوم پلورونکى اوسوداګر چې په پيمانه اوتول کې ټګي، دهوکه اوبې ايماني کوي نودهغه په اړه په ځانګړي ډول فرمايې:
وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِينَ ﴿1﴾ الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُواْ عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ﴿2﴾ وَإِذَا كَالُوهُمْ أَو وَّزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ﴿3﴾ أَلَا يَظُنُّ أُولَئِكَ أَنَّهُم مَّبْعُوثُونَ ﴿4﴾ لِيَوْمٍ عَظِيمٍ ﴿5﴾ يَوْمَ يَقُومُ النَّاسُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿6﴾ [المطففين: ١ – ٦ ]

(( هلاکت اوتباهي ده ډنډې وهونکوته ! هغوى چې له خلکو څخه راپيمانه کوي نوپوره يې اخلي اوچې نورو ته پيمانه ورکوي ياڅه ورتلي نوکمې پکې کوي، اياپه دې باورنه لري چې راپورته به کړاى شي يوې لوى ورځې ته ! په دې ورځ به ټول خلک د رب العالمين په وړاندې ودريږي))

دنورو دحقونو او امانت ادا کولو لپاره په ځانګړ‌ي توګه حکم شوى دى چې:
مَّن يَشْفَعْ شَفَاعَةً حَسَنَةً يَكُن لَّهُ نَصِيبٌ مِّنْهَا وَمَن يَشْفَعْ شَفَاعَةً سَيِّئَةً يَكُن لَّهُ كِفْلٌ مِّنْهَا وَكَانَ اللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقِيتًا [النساء: ٥٨ ]
((الله پاک تاسې ته امرکوي چې امانتونه خپلو خاوندانو ته وسپارئ))

او په قرآن مجيد کې دوه ځايه د اصلي او حقيقي مسلمانانو داصفت اوپيژندګلوي ښودل شوى:
وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ [المؤمنون: ٨ ]
((اوهغوى چې دخپلو امانتونو اووعدو پالنه کوي))

او په حديث شريف کې راغلي راغلي دي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم به پخپلو ډيروخطبو، وعظونو اونصيحتونوکې فرمايل:
قالَا إِيمَانَ لِمَنْ لَا أَمَانَةَ لَهُ وَلَا دِينَ لِمَنْ لَا عَهْدَ لَهُ (مسنداحمد)
(ياد ساتئ په چاکې چې دامانت ساتنه نه وي نوپه هغه کې ايمان نشته ،اوڅوک چې دخپلې ژمنې اووعدې لحاظ نه ساتي نوهغه په دين کې څه برخه نه لري)

آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلَاثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ (بخاري)
رسول الله ﷺوفرمايل: (دمنافق درې نښې دي. درواغ ويل، په امانت کې خيانت کول، اوژمنه نه پوره کول اوپه ځينو رواياتوکې څلور هم راغلي دي چې کله په جنگ شي نو کنځلى کوي.

په تجارت اوسوداګرۍ کې دټګۍ کوونکو په باره کې نبي کريم ﷺفرمايلې دي:
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَرَّ عَلَى صُبْرَةٍ مِنْ طَعَامٍ فَأَدْخَلَ يَدَهُ فِيهَا فَنَالَتْ أَصَابِعُهُ بَلَلًا فَقَالَ يَا صَاحِبَ الطَّعَامِ مَا هَذَا قَالَ أَصَابَتْهُ السَّمَاءُ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ أَفَلَا جَعَلْتَهُ فَوْقَ الطَّعَامِ حَتَّى يَرَاهُ النَّاسُ ثُمَّ قَالَ مَنْ غَشَّ فَلَيْسَ مِنَّا ( ترمذي)

((رسول الله (ص) دخوراک په يوه ډيرۍ باندې تيرشو،خپل لاس يې په کې ننويست نوګوتې يې لمدې شوى،پوښتنه يې وکړه اى دخوراک خاونده ! داڅه دي ؟ هغه وويل:باران پرې شوى دى يا رسول الله ! نوهغه وفرمايل: دادى ولې پرې له پاسه نه دي اچولي چې خلک يې وګوري ؟ بيا يې وفرمايل:څوک چې ټګي ،دهوکه اوفريب کوي هغه له مونږڅخه نه دى.))داخبره نبي کريم صلى الله عليه وسلم هغه مهال وفرمايله کله چې يو ځل دمدينې منورې په بازارکې هغه يو سړى وليده چې دخرڅون لپاره يې غله ډيرۍ کړې ده چې دپاسه يې پرې وچه غله اچولې وه اولاندې ترې لمده وه. ددې په ليدو نبي کريم ﷺوفرمايل: داسې دهوکه کوونکي زمونږ له ډلې اوجماعت څخه نه دى. نوکوم پلورونکي چې پيرودونکي ته دخپل مال ښه نمونه وښايي اوعيب يې ورته ښکاره نه کړي نودنبي کريم صلى الله عليه وسلم ددې حديث سره سم هغه له ريښتونو مسلمانانو څخه نه دى اوخداى مکړه هغه دوزخ ته تلونکى دى.

په يوبل حديث شريف کې راغلي دي چې نبي کريم ﷺوفرمايل:
(څوک چې داسې کوم شې پرچا وپلوري چې عيب اوخرابي پکې وي اوسوداگر اخيستونکي ته دغه عيب ښکاره نه کړي نو دغه ډول انسان به تل دالله په غضب اخته وي.

اوپه يو روايت کې راغلي دي چې پرهغه به تل دالله تعالى پريښتې لعنت وايې. په هرحال د اسلامي ښوونوله مخې په سوداګرۍ اوکاروبارکې هر راز ټګي او جعلسازي حرامه او لعنتي کړنه ده، او رسول الله ﷺددغه ناوړه کړنې له کوونکوڅخه دخپلې بيزارۍ اعلان فرمايلى دى. اوهغه يې له خپل ټولګي اوجماعت څخه خارج ښودلى دى.
همداډول دسود اورشوت معامله هم سره له دې چې دواړه ورباندې خوښ وي په قطعي ډول حرام ده اوددې په ورکوونکو او اخيستوونکو باندې په احاديثو کې په څرګند ډول لعنت راغلې دى. د سود په باره کې خو مشهور حديث دى چې رسول الله ﷺفرمايلي:

لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَشَاهِدَهُ وَكَاتِبَهُ (سنن ابوداؤد)
(لعنت دې وي دسود په اخستوونکي، ورکوونکي او د سود د سند پرليکونکي اوشاهدي ورکوونکي باندې. اوهمداډول درشوت په هکله رسول الله ﷺلعنت فرمايلى دى:

لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الرَّاشِي وَالْمُرْتَشِي (مسند احمد)
دالله لعنت دې وي درشوت په اخستونکي او ورکوونکي باندې.

په يو حديث شريف کې تردې پورې راغلي دي چې رسول الله ﷺوفرمايل:
(څوک چې دکوم سړي لپاره په کومه معامله کې جايزه اوروا سپارښتنه وکړي بيا دغه سړى سفارش کوونکې ته څه ډالۍ اوتحفه ورکړي اوهغه دغه ډالۍ قبوله کړي نوده هم هغه لويه ګناه وکړه. ګواکې داهم يوډول رشوت اوسود شو.
په هرحال درشوت اوسود معامله،راکړه ورکړه اوپه سوداګرۍ کې ټګي اوبې ايماني کول په اسلام کې ټول يوشان حرام دي اوله دغو ټولوڅخه زيات حرام دادى چې ددرواغجنو دعواګانوپه وسيله يا يواځې په زور او جبرسره دچاپه کوم شي باندې ناروا قبضه وکړي. په حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺوفرمايل:

لَسَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: مَنْ أَخَذَ شِبْرًا مِنْ الْأَرْضِ ظُلْمًا فَإِنَّهُ يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ (بخاري)
(ماله رسو ل الله صلى الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چې فرمايل يې :څوک چې په ناروا او ظلم سره يوه لويشت ځمکه غصب کړي نوهمداټوټه ځمکه به تر اوومې طبقې پورې دقيامت په ورځ دهغه په غاړه کې دطوق په شان واچول شي.
په حديث شريف کې راغلي دي:

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَا يَحْلِفُ أَحَدٌ عِنْدَ مِنْبَرِي هَذَا عَلَى يَمِينٍ آثِمَةٍ وَلَوْ عَلَى سِوَاكٍ أَخْضَرَ إِلَّا تَبَوَّأَ مَقْعَدَهُ مِنْ النَّارِ أَوْ وَجَبَتْ لَهُ النَّارُ (سنن ابوداؤد)
نبي (ص) وفرمايل:څوک چې ددې ممبرسره په درواغوقسم وخوري که په شين مسواک هم وي نوهغه په دوزخ کې ځان ته ځاى برابر کړ يا هغه ته آور واجب شو.

په بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺيودعوى کوونکې ته خبردارې ورکړ اوويي فرمايل:
جَاءَ أَعْرَابِيٌّ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا الْكَبَائِرُ قَالَ الْإِشْرَاكُ بِاللَّهِ قَالَ ثُمَّ مَاذَا قَالَ ثُمَّ عُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ قَالَ ثُمَّ مَاذَا قَالَ الْيَمِينُ الْغَمُوسُ قُلْتُ وَمَا الْيَمِينُ الْغَمُوسُ قَالَ الَّذِي يَقْتَطِعُ مَالَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ هُوَ فِيهَا كَاذِبٌ (بخارى)
يواطرافي سړى رسول الله ته راغې او وې پوښتل:يارسول الله ! کبيره ګناهونه کوم کوم دي ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل:له الله سره شريک نيول،دمور او پلا ر نافرماني کول،اوغموس قسم ! هغه وپوښتل :غموس قسم څه شى دى ؟ رسول الله صلى الله عليه وسم وفرمايل:په درواغو دبل مسلمان مال تر لا سه کول.

په بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺوفرمايل:
عَنْ أَبِي ذَرٍّ أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ :وَمَنْ ادَّعَى مَا لَيْسَ لَهُ فَلَيْسَ مِنَّا وَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنْ النَّارِ (مسلم)
(څوک چې په داسې يو شي دعوى وکړي چې په حقيقت کې دهغه نه وي نوهغه له مونږڅخه نه دى اوپه دوزخ کې دې ځانته ځاى جوړکړي.

اود درواغودشاهدۍ اوګواهۍ په اړه په يو حديث شريف کې راغلي دي چې نبى کريم ﷺ يوه ورځ د سهارله لمانځه څخه فارغ شو او ودريده اوپه ځانګړي انداز يې درې ځله وفرمايل: په درواغو شاهدي دشرک برابره کړاى شوې ده.

دحرام مال پليتي اوبد مرغي:
دمال دلاسته راوړلو دکوموناروا او حرامو ذريعو اولارو چې پورته يادونه وشوه له دغو لارو چې کوم مال لاسته راشي هغه به حرام اوناپاک وي اوڅوک چې دغه دخپل خوراک او څښاک په توګه استعمال کړي نو نبي فرمايې چې دهغه لمونځونه به نه قبليږي، دعاګانې به يې نه قبليږي، تردې پورې که چيرې په دغه مال کوم نيک کار وکړي نوهغه به هم دالله په وړاندې قبول نه وي او په اخرت کې به دالله تعالى دځانګړو رحمتونو څخه بې برخې وي.

په حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
وَلَا يَكْسِبُ عَبْدٌ مَالًا مِنْ حَرَامٍ فَيُنْفِقَ مِنْهُ فَيُبَارَكَ لَهُ فِيهِ وَلَا يَتَصَدَّقُ بِهِ فَيُقْبَلَ مِنْهُ وَلَا يَتْرُكُ خَلْفَ ظَهْرِهِ إِلَّا كَانَ زَادَهُ إِلَى النَّارِ إِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ لَا يَمْحُو السَّيِّئَ بِالسَّيِّئِ وَلَكِنْ يَمْحُو السَّيِّئَ بِالْحَسَنِ إِنَّ الْخَبِيثَ لَا يَمْحُو الْخَبِيث (مسند أحمد – (8 / 25)
(څوک چې په ناروا طريقه ) کوم حرام مال لاس ته راوړي اوله هغې څخه صدقه او خيرات وکړي نودغه صدقه به يې نه قبليږي او په دې کې چې څه (پخپلو اړتياوو اومصالحو) کې مصرف کړي نو په هغې کې به برکت نه وي اوکه له مرګه پس يې په ترکه او ميراث کې پريږدي نودابه دهغه لپاره د دوزخ توښه وي، باور وکړئ چې الله تعالى بدې په بدۍ سره له مينځه نه وړى (يعنې دحرام مال صدقه اوخيرات کول دګناهونو دبښنې وسيله کيداى نه شي) بلکې بدي په نيکۍ سره له مينځه وړي، يوه ناپاکي په بله ناپاکۍ ختميداى نشې)) .

په يوبل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ اللَّهَ طَيِّبٌ لَا يَقْبَلُ إِلَّا طَيِّبًا وَإِنَّ اللَّهَ أَمَرَ الْمُؤْمِنِينَ بِمَا أَمَرَ بِهِ الْمُرْسَلِينَ فَقَالَ{ يَا أَيُّهَا الرُّسُلُ كُلُوا مِنْ الطَّيِّبَاتِ وَاعْمَلُوا صَالِحًا إِنِّي بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ }وَقَالَ{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ }
ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَرَ أَشْعَثَ أَغْبَرَ يَمُدُّ يَدَيْهِ إِلَى السَّمَاءِ يَا رَبِّ يَا رَبِّ وَمَطْعَمُهُ حَرَامٌ وَمَشْرَبُهُ حَرَامٌ وَمَلْبَسُهُ حَرَامٌ وَغُذِيَ بِالْحَرَامِ فَأَنَّى يُسْتَجَابُ لِذَلِكَ (مسلم)

رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل اوخلکو!الله پاک طيب او پاک دى ،پاک شيان قبلوي ،الله پاک مؤمنانوته په هغه څه امر کوي چې رسولانوته يې پرې امرکړى دى چې تاسې پاک شيان خورئ ، بيا يې ديو داسي سړي يادونه وکړه چې دلرې او اوږد سفرڅخه وروسته (په کوم ځانګړي سپيڅلي مقام کې ددعا لپاره) په داسې حال کې ولاړ وي چې دهغه ويښتان ګډوډ اوله سره ترپښو پورې په دوړو اوغبار کې پټ وي، داسمان لورته يې لاسونه پورته کړي وي اوپه ډيرې عاجزۍ سره دعا کوى او وايې: اې زما ربه! اې زما پالونکيه ربه ! خودهغه خوراک اوڅښاک له حرام مال څخه وي او د هغه جسم اوبدن له حرامو څخه تغذيه شوى وي، نوپه دې حالت کې به دهغه دعا څنګه قبوله شي ؟. معنى داده چې هرکله خوراک او څښاک ټول له حرام مال څخه وي نو د دعا دقبولتيا هيڅ ډول وړتيا نه پاتې کيږي.

په بل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
(که چيرې څوک يو ټوکر په لس درهمو واخلي او په دغو لسو درهمو کې يودرهم هم دحرامې لارې څخه لاسته راغلي وي نوترڅو چې يې دغه جامې په تن وي ددغه سړي هيڅ يو لمونځ به دالله تعالى په وړاندې قبول نه وي.

په يوبل حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
((يَا كَعْبُ بْنَ عُجْرَةَ إِنَّهُ لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ النَّارُ أَوْلَى بِهِ )) (مسند أحمد – (28 / 468)
اي کعب بن عجزه کوم جسم اوبدن چې په حرام مال تغذيه شوې وي جنت ته به نشي داخليداى اودهغه لپاره آورډېرمناسب او وړدى.

وروڼو! که چيرې زمونږپه زړونو کې ديوې ذرې برابرهم ايمان وي نو د رسول الله ﷺد دغو لارښوونو د اوريدو څخه وروسته بايد په کلکه داهوډ اوعزم وکړو: که چيرې په نړۍ کې دهر ډول بيوزلۍ او کړاونو سره مخامخ شو نو مونږ به هيڅکله هم دکومې ناروا اوحرامې لارې څخه د يوې روپۍ او پيسې دلاسته راوړولو هڅه او کوښښ نه کوو او يواځې په حلاله ګټه اوعايد به قناعت کوو.

پاکه ګټه او ريښتونې کاروبار:
لکه څرنګه چې په اسلام کې دګټې ناروا لارې ارې حرامې او له دې څخه لاس ته راغلي مال دولت ته ناپاک اوخبيث ويل شوې دي، نو له بلې خوا په حلاله طريقه د روزۍ دلاس ته راوړلو اوپه ايماندارۍ سره د سوداګرۍ او کاروبارکولو ډير غوره والى ښودل شوى دى. په حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:

« طَلَبُ كَسْبِ الْحَلاَلِ فَرِيضَةٌ بَعْدَ الْفَرِيضَةِ)) (طبرانى،بيهقى)
(دحلالې ګټې لټون کول هم د دين داړينو فرايضو د ادا کولو څخه وروسته يو فرض دى).

په يو بل حديث شريف کې په خپل لاس او کړاو سره د روزۍ د لاسته راوړلو دغوره والي په اړه نبي کريم ﷺ داسې فرمايلي:
مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَامًا قَطُّ خَيْرًا مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ وَإِنَّ نَبِيَّ اللَّهِ دَاوُدَ عَلَيْهِ السَّلَام كَانَ يَأْكُلُ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ (بخارى)

هيچا خپله روزي له دې څخه په غوره طريقه نه ده خوړلې چې پخپلولاسونو يې دهغې لپاره کار کړى وي اود الله دپيغمبر حضرت داؤد  داطريقه وه چې پخپلو لاسونو به يې کار کاوه او روزي به يې لاس ته راوړله.
په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چې نبي کريم ﷺ وفرمايل:
التَّاجِرُ الصَّدُوقُ بِمَنْزِلَةِ الشَّهِيدِ عِنْدَ اللهِ تَعَالَى يَوْمَ الْقِيَامَةِ.
وعَنِ الْحَسَنِ ، قَالَ : التَّاجِرُ الأَمِينُ الصَّادِقُ مَعَ الصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ. (مصنف ابن ابى شيبة)
(په ريښتنولۍ او ايماندارۍ سره کاروبار کوونکې سوداګر به د قيامت په ورځ دپيغمبرانو، صديقينو او شهيدانو سره وي).

په معاملاتو کې دنرمۍ، زړه سواندۍ او د پور په ادا کولو سخت ټينګار:
په مالي معاملاتو اوکاروبار کې لکه څنګه چې په ريښتنولۍ او ايماندارۍ اسلام ډير ټينګار کړى دى او دايې ډيره اوچته نيکي او الله تعالى ته دنژدې والي وسيله ګرځولې ده، په همدې ډول يې دې لورته ډير ترغيب اوهڅونه هم کړې او ددې ډير غوره والې يې بيان کړى چې په معامله او راکړه ورکړه کې دنرمۍ تګ لاره اختيار اود سختوالي څخه کار وانه خيستل شي.
په يو حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ رَحِمَ اللَّهُ رَجُلًا سَمْحًا إِذَا بَاعَ وَإِذَا اشْتَرَى وَإِذَا اقْتَضَى (صحيح البخاري – (7 / 240)
رسول الله (ص)الله تعالى رحمت دې وي پرهغه بنده چې په پلورلو او پيرودلو کې او له نورو څخه دخپل حق په لاسته راوړلو کې نرم وي).
په يو بل حديث شريف کې راغلي دي چې نبي کريم ﷺ وفرمايل:
مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُنْجِيَهُ اللَّهُ مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلْيُنَفِّسْ عَنْ مُعْسِرٍ أَوْ يَضَعْ عَنْهُ (صحيح مسلم – (8 / 203)
(څوک چې دالله پاک کوم تنګ لاسي اوبيوزلي بنده ته (دپور په اداکولو) کې مهلت ورکړى (په کلي يا جزوي ډول خپله غوښتنه) وبښي نو الله تعالى به د قيامت د ورځې له انديښنو او کړاوونو څخه هغه ته نجات ورپه برخه کړي)
په يو بل روايت کې راغلي دي چې:

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ أَنْظَرَ مُعْسِرًا أَوْ وَضَعَ لَهُ أَظَلَّهُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ تَحْتَ ظِلِّ عَرْشِهِ يَوْمَ لَا ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ
(سنن الترمذي – (5 / 127)

رسول الله (ص) وفرمايل:څوک چې تـنگ لاسي ته وخت وخت ورکړي اوياورڅخه تير شي نو دقيامت په ورځ به الله تعالى هغه ته دخپل رحمت په سيوري کې ځاى ورکړي پداسې حال کې چې بل سورې به نه وي.

د رسول الله ﷺ د دغو لارښوونو تړاؤدهغوسوداګرو، بډايو اوشتمنو سره دى چې تنګ لاسي او بيوزلي وګړي ترې دخپلو اړتياوو لپاره پورونه اخلي خو کوم خلک چې له چا څخه پور واخلي نو هغه ته رسول الله ﷺپه ډير ټينګار سره فرمايلي دي چې تر څومره پورې يې توان وي ژر تر ژره دې دپور د ادا کولو هڅه او کوښښ وکړي او داسې نه شي چې د پوره وړي توب په حالت کې له نړۍ څخه سترګې پټې کړي اود الله تعالى دکوم بنده حق دهغه پرغاړه پاتې شي، په دې باره کې چې رسول الله ﷺڅومره په تاکيد او ټينګار سره فرمايلي دي نو ددې اندازه له دغو لارښوونو څخه کيږى.

په يو حديث شريف کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:
أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ يُغْفَرُ لِلشَّهِيدِ كُلُّ ذَنْبٍ إِلَّا الدَّيْنَ (صحيح مسلم – (9 / 469)

رسول الله وفرمايل:شهيدته ټول ګناهونه بښل کيږي پرته له پور اوقرض څخه.
يعنې که چيرې يو مسلمان دالله په لاره کې شهيد شي نو دشهادت له امله به دهغه ټول ګناهونه وبښل شي خوکه دچا پور دهغه پرغاړه وي نو دهغه غاړه به دشهيد کيدو سره سره هم نه خلاصيږي. په يو بل حديث کې راغلي دي چې رسول الله ﷺ وفرمايل:

وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْ أَنَّ رَجُلًا قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أُحْيِيَ ثُمَّ قُتِلَ ثُمَّ أُحْيِيَ ثُمَّ قُتِلَ وَعَلَيْهِ دَيْنٌ مَا دَخَلَ الْجَنَّةَ حَتَّى يُقْضَى عَنْهُ دَيْنُهُ (سنن النسائي – (14 / 291)

(زما دې پرهغه پالونکي رب سوګند وي چې دهغه په لاس کې زما ساه ده که چيرې څوک دالله په لاره کې شهيد شي بيا را ژوندى شي اوبيا شهيد شي بيا را ژوندى شي اوبيا شهيد شي اوبيا هم دهغه پرغاړه دچا پوراوقرض پاتې وي نو هغه جنت ته نشي تللاى ترڅوپورې چې پور ادا نه کړي.

دمالي معاملاتو اود بندګانو دحقوقو د اهميت، ارزښت اوحساسيت داندازه کولو لپاره بس يواځې دا دواړه احاديث پوره اوکافي دي. الله تعالى دې مونږ ته توفيق راکړي چې مونږ هم ددې په اهميت،ارزښت او حساسيت پوه شو او ددې هڅه او کوښښ وکړو چې دکوم بنده حق زمونږ پرغاړه باقي پاتې نه شي.

اسلام څه شی دی؟ کتاب څخه
دا کتاب له لاندې ځایه ډانلوډولی شئ

اسلام څه شی دی؟ (کتاب+ډانلوډ)

%d bloggers like this: